هند ؛ استرالیا ته په ماتې ورکولو سیریز مساوي کړ

05 ليندی 1397 روح الله ژمن

د استرالیا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درېیمه شل اوریزو سیالۍ کې هند لوبډلې د ویرات کوهلي په زړه پورې توپوهنې په مرسته استرالیا ته ستر هدف پوره کړ او سیریز یې مساوي کړ.

په دغه درېیمه سیالۍ کې چې د استرالیا په سیډني لوبغالي کې ترسره شوه، د استرالیا لپاره د سیریز ګټلو چانس او هند د سیریز مساوي کولو کوښښ کاوه چې ویرات کوهلي د خپلې لوبډلې لپاره اتلتوب ښکاره کړ او لوبډله یې په سیریز کې له ماتې وژغورله ،

یاده سیالۍ کې استرالیا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې هند لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه، ددوی لخوا ډارسي شارټ ۳۳، ارون فینچ ۲۸ او الیکس کیري ۲۷ منډې جوړې کړې، په ځواب کې کرونال پانډیا ۴ ویکټې واخیستې.

د هند لخوا شیکر دهاون او روهیټ شرما چټک پېل وکړ، چې په لومړي پنځو اورونو کې یې تر ۶۰ زیاتې منډې جوړې کړې، وروسته ویرات کوهلي په زړه پورې مسوولانه توپوهنه وکړه او د ۱۶۵ منډو ټاکلی هدف یې په اسانۍ سره پوره کړ. ویرات کوهلي په ۴۱ توپونو چې لوبډله یې تر سخت فشار لاندې شوه چټکې ۶۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، او تر پایه ونه سوځېد. د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې استرالیا لوبډلې هند ته له سختې لوبې وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړې وه، دویمه سیالۍ د ورښت له کبله بې پایلې اعلان شوه او دواړو لوبډلو یو-یو پواینټ ترلاسه کړ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.