د کرکټ درې ورځنۍ ملي سيالۍ پيل شوې

27 سلواغه 1397 چنار راډیو

کابل (٢٧ سلواغه ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ننګرهار د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د کرکټ درې ورځنۍ ملي سيالۍ پيل شوې.
د ميرويس نيکه په نوم دغه سيالۍ پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزيزالله فضلي، د ختيځ زون مشر او د کرکټ بورډ نورو مسوولينو برخه اخيستې وه.
د دغو سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس  وويل چې دغه ډول سيالۍ د هېواد د ځوانو کدرونو د استعداد ښودلو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی .
فضلي زياته کړه: ((ومو ليدل چې په دوه ورځنیو سياليو کې مو ښې لوبې وکړې او درې ورځنیو سياليو کې درته موقع درکړل شوه، له دې وروسته د زونونو په کچه فرسټ کلاس سيالۍ دي، که دلته ښه وځليدئ، نو په یقين سره درته وایم چې د زونونو لوبډلو ته به هم په اسانۍ لار پيدا کړئ او دا هغه لار ده چې تاسو ملي لوبډلو ته رسولای شي.))
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سيالۍ چې د زونونو د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ په کونړ او  د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي، يوه مياشت به دوام وکړي.
د يادونې ده، د میرویس نیکه په ولايتي درې ورځنیو سياليو کې د کابل، کونړ، کندهار، خوست او کندوز لوبډلې برخه لري.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.