افغان لوبغاړي نبي او راشد بيا د هند په سياليو کې ښه وځلېدل

16 وری 1398 چنار راډیو

کابل (١٦ ورى ٩٨) : د افغانستان د کرکټ دوه ستوري راشد خان او محمد نبي يو ځل بيا د هندوستان د کرکټ غوره ليګ په سياليو کې ښه وځلېدل.
دواړه افغان لوبغاړي د هندوستان ليګ يا اي پي اېل په سن رايزرز حيدر اباد لوبـډله کې لوبېږي.
پرون تر ماښام وروسته د حيدر اباد او ډيلي لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه چې د افغان لوبغاړو لوبـډلې حيدراباد په بريا پاى ته ورسېده او په دې لوبه کې دواړو افغان لوبغاړو مهم رول ولوباوه .
د ډيلي لوبـډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې يې ١٢٩ منډې جوړې کړې او حيدراباد ته يې د ١٣٠ منډو اسانه هدف ورکړ.
د حيدر اباد له لوري محمد نبي په څلورو اوورونو کې ٢١  منـډې ورکړې او د سيالې لوبډلې دوه مهم لوبغاړي يې وسوځول.
دغه راز راشد خان هم په زړه پورې توپ اچونه وکړه او په څلورو اوورونو کې يې يواځې د ١٨  منډو ورکولو په بدل کې يو لوبغاړى وسوځاوه .
د حيدر اباد لوبډلې ياد هدف په ١٩ اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.  دوى تر اوسه څلور لوبې کړې دي، درې يې ګټلي او د نومرو په جدول کې لومړى مقام لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.