د کرکټ بورډ خپلمنځي مخالفت د کرکټ لوبغاړي او مینه وال مایوسه کړل

17 وری 1398 حضرت عثمان نوري

 

 

د افغانستان کرکټ بورډ وړمه ورځ /جمعه/ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې درې مخکښه او ځلیدونکي لوبغاړي دې د کرکټ بېلابېلو فارمټونو ته لوبډلمشران اعلان شي. له دې ۳ لوبډلمشرانو څخه یو یې هم ګلبدین نائب دی چې کرکټ بورډ یو ورځنېو سیالېو ته د لوبډلمشر په حېث ور معرفي کړ. خان راشدخان یې شل اوریزو سیالېو او رحمت شاه زرمتی یې بیا د ټیسټ سیالېو د لوبډلمشر په حېث اعلان کړی دی.

راشد خان او محمد نبي د کرکټ بورډ وروستۍ پریکړې وغندلې او د بدلون غوښتنې یې کړي. د افغانستان کرکټ بورډ وروسته له هغې چې پخوانی لوبډلمشر محمد اصغر افغان د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حېث ۱۹ ورځې کم ۴ کاله د کرکټ په ټولو فارمټو کې پاتې شو. ټیسټ، شل اوریز او د یو ورځنېو سیالېو لوبو لپاره اصغر افغان تر ډېره بریده ښې پریکړې کړي دي او له همدې امله په خپله لوبډلمشرۍ کې یې د افغان ملي لوبډلې په زیاتو بریاوو کې لاس هم درلود.

د ملي لوبډلې دوه بوخت او نامتو لوبغاړو هر یو راشد خان او محمد نبي، چې د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د لوبېدو لپاره په هندوستان کې دي، د ټویټر له لارې د کرکټ بورډ له پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې مخته مو نړیوال جام پروت دی او ددې لپاره چې په یاد جام کې بریاوې ترلاسه کړو، بخت او تجربه ورته شرط ګڼل کیږي.

د ټولنیزو رسنېو کاروونکي د پرون راهیسې په پرلپسې ډول د کرکټ بورډ په نا مشوره شوې پریکړه توند غبرګونونه ښکاره کړي دي.

نوموتی مبصر ابراهیم مومند تازه لیکلي: ((تکرار!

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام د پېل وړاندې د نوروزمنګل پر ځای نبي عیسی خیل کپتان شو او اوس داسې وشول.))

خوږ ژبی وییاوال ایمل پسرلی لیکي: ((راشد او نبي باوري دي چې ملي لوبډلې ته اوس دوی نه بلکې ملي لوبډله دوی ته اړتیا لري ځکه داسې ښکاره نیوکې کولی شي. همدې حالت ته په پام باید تر دومره لوی بدلون وړاندې اقلآ له دوی سره خبره شوې وای. موږ باید هر څه په تجربه زده کړو ځکه مو شل نه کړه.))

نورولي سیعد شینواری لیکي: ((چې هر څومره ښه لوبغاړی او کپتان یې خو چې ټیم دې، ټیم نه و لکه کوهلي نوم به دې سپېره به وي. او چې هر څومره بې کاره لوبغاړی و کپتان یې خو چې ټیم دې، ټیم و لکه اصغر نوم به دې بختور شاه وي.))

خبریاله ثناء صافۍ لیکي: ((د کرېکټ ټول ښاغلي لطفآ یوې لویې خونې/کوټې ته ولاړ شئ او خپل مسایل مخامخ یو بل ته ووایئ او بیا یوې پایلې ته سره ورسېږئ ځکه خپل مخالفت بهر را ایستل زموږ په شان خلک مایوسه کوي. اخر موږ همدا یو کرېکټ لرو. ځانونه مه وېشئ. لوی هدف مو په مخکې دی پر هغه پام وکړئ، خانانو. ښې چارې.))

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.