اصغر افغان نه غواړي جنوبي افریقا ته ولاړ شي

17 وری 1398 احسان الله صافی

د يوى سرچېنې د معلوماتو له مخې له کپتانۍ ګوښه شوی اضغر افغان له مسؤلينو غوښتې دي، چې د جنوبي افرېقې تمريني سفر ويزه او ټکټ يې لغوه کړي.

که څه هم په دې اړه رسمي پرېکړه او غوښتنه نه ده شوې، خو اضغر افغان لاهم کابل کې دى.
نوموړى وړمه ورځ د ګلبدين نايب په کپتانۍ کې له هغې ۱۵ کسېزې لوبډلې سره نه وو، چې د بورډ له مشرانو سره د مخه ښې وروسته نړېوال جام ته د تیارېو په موخه جنوبي افريقى ته روانه شوه.

داسې هم ګنګوسې دې، چې ښايي اضغرافغان د کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې او خپل راتلونکي په اړه خبري کانفرانس ورکړي.

په ټولنيزو رسنېو کې د مثبتو او منفي عکس العملونو او دغه راز د نبي عيسى خېل او راشد خان د مخالفتونو وروسته داسې ويل کيږي چې ولسمشر اشرف غني ته هم خبر رسېدلی او د اضغر افغان بدلونه يې کرکټ لوبډله کې د نفرتونو زېږنده ياده کړې ده.

هېره دې نه وي چې راشد خان او محمد نبي د کرکټ بورډ وروستۍ پریکړې وغندلې او د بدلون غوښتنې یې کړي. د افغانستان کرکټ بورډ وروسته له هغې چې پخوانی لوبډلمشر محمد اصغر افغان د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حېث ۱۹ ورځې کم ۴ کاله د کرکټ په ټولو فارمټو کې پاتې شو. ټیسټ، شل اوریز او د یو ورځنېو سیالېو لوبو لپاره اصغر افغان تر ډېره بریده ښې پریکړې کړي دي او له همدې امله په خپله لوبډلمشرۍ کې یې د افغان ملي لوبډلې په زیاتو بریاوو کې لاس هم درلود.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(5 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.