دوه اورونه، د بونډریانو باران او کولي ته سخته ماته

17 وری 1398 سمیع الله درانی ابدالي

 

 

د آر سي بي او کلکتې لوبډلو لوبه خورا ګرمه او خطرناکه وه، په لومړۍ پاڼۍ کې د ویرات کولي او ای بي ډیویلیئرس توپ وهنه ښه مخته لاړه، ویرات کولي په ۴۹ توپونو ۸۴ منډې وکړې، ۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې پکې شاملې وې، ای بي ډیویلیئرس بیا په ۳۲ توپونو ۶۳ منډې وکړې، چې څلور یې شپږیزې او ۵ یې څلوریزې وهلې وې.

آر سي بي د روان آې پي ایل دریم ستر ټارګېټ وړاندې کړ او ۲۰۶ منډې هدف یې کلکتې ته ورکړ.

د کلکتې لپاره له لومړي سره ښه پیل کریس لین وکړ او روبېن اوتاپا ورسره په ون ډاون کې خورا ښه ملګرتیا وکړه، روبېن اوتاپا د پاون نیګي په توپ کېچ شو او کریس لیئن بیا د پاون نیګي له خوا په ۴۳ منډو بولډ شو.

 

تر اتلسم اوور پورې لوبه ۹۰ سلنه له بنګلور لوبډلې سره وه؛ خو اتلسم اوور کې د رسل شپږیزو لوبه پنځوس، پنځوس کړه.

اتلسم اوور او په یو توپ د ۱۴ منډو ورکول
اتلسم اوور ته مسلمان بالر محمد سِراج راوغوښتل شو، لومړي توپونه یې مېس کړل، دریم توپ شارټ لاین و؛ خو لوبڅار وایډ توپ حساب کړ، امپایر بیا سِراج ته اخطار هم ورکړ، چې بل داسې توپ ونه کړي، خو سِراج فولټاس نو بال وکړ، په نو بال شپږیزه هم راغله او په دې ډول په نشت توپ د وایډ په ملتیا اته منډې راغلې.

د دوو تېروتنو وروسته محمدسِراج څخه توپ واخېستل شو او د هغه وروستي څلور توپونه مارکس سټاینېس وکړل، د فري هېټ په توپ هم رسل شپږیزه ووهله او په دې ډول په یو توپ ۱۴ منډې راغلې، چې دوه شپږیزې یو نو بال او یو وایډ پکې شامل و.

 

ورپسې توپ هم شپږیزه شو، بیا یو توپ وایډ شو او وروستي دوه توپونه یوه، یوه منډې شوې.

په اتلسم اوور کې ۲۳ منډې راغلې.

دوه اورونه او د ۵۳ منډو پوره کول
اتلسم اوور خو ۲۳ منډې شوې او په دې ډول ۳۰ منډې او ۲ اورونه پاتې شول، شوبمن ګېل په سټرایک و، د ټېم سوتي لومړی توپ یې یوه منډه کړ، رسل دوهم توپ، دریم توپ او څلورم شپږیزې کړې او د شپږیزو هېټرېک یې وکړ.

انډري رسل پنځم بال څلوریزه کړ او وروستی توپ یې ستره شپږیزه ووهله، په نولسم اوور کې ۲۹ منډې راغلې او یو اوور کې یوه منډه پاتې شوه.

 

د شلم اوور په لومړي توپ شوبمن ګېل یوه منډه جوړه کړه او لوبه کلکتې په ۵ وېکټو وګټله.

رسل د لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه په ۱۳ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.

کلکتې د دې لوبې په بریا سره له څلورم څخه دوهم مقام ته لوړاوی وکړ او حېدراباد پسې یې دوهم ځای خپل کړ.

رسل په دې لوبه کې په ۳۶۹ اعشاریه ۲۶ سټرایک رېټ ولوبېد او دا په آې پي ایل کې تر ټولو لوړ سټرایک رېټ دی.

انډري رسل په آې پي ایل کې زر منډې هم پوره کړې.

ویرات کولي لوبډلې په روان آې پي ایل کې ۵ پرله پسې ماتې وخوړې.

نن دوه لوبې کېږي، ماسپښین درې بجې چینا لوبډله د پنجاب پر وړاندې او ماښام اووه بجې بیا حېدراباد د ممبيي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

د بونډریانو باران
په دې لوبه کې لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د بنګلور له خوا شل څلوریزې او ۷ شپږیزې ولوبېدې، چې ټولې ۲۷ بونډریانې وې.

د کلکتې له خوا بیا ۱۵ څلوریزې او ۱۲ شپږیزې ولګېدې او په دې ډول کلکتې هم ۲۷ بونډریانې ولوبولی.

 

په دواړو پاڼیو کې ۵۴ پولې لوبېدلې وې، چې دواړو لوبډلو مساوي او اوویشت، ۲۷ بونډریانې ولوبولې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.