په اوس وخت کې د لوبډلمشر بدلول څنګه اقدام دی او څه باید وشي؟

17 وری 1398 سمیع الله درانی ابدالي

د کرکټ بورډ عمومي رئیس سویلي افریقا ته د لوبغاړو له تګ وړاندې له هغوی سره ناسته وکړه
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي نن د غوراوي کمېټې له خبري ناستې وروسته له ملي لوبغاړو سره ناسته وکړه او دوی ته یې د لا ډېرو لاسته راوړنو او خپلو هېوادوالو ته د خوښيو ورکړې هیله څرګنده کړه.

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې د درې واړو فارمټونو یا جوړښتونو لپاره نوي لوبډلمشران او مرستیال لوبډلمشران معرفي کړل.

د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ورسره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي.

 

غوراوي کمېټې سربېره پر دې په دغه خبري ناسته کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې له منځه به یې د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت وروسته د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.

ایا ګلبدین نایب د لوبډلمشرۍ وړ دی؟


ګلبدین نایب چې ۲۸ کاله عمر لري اوس د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له خوا د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

ډېری د کرکټ مبصرین بیا ګلبدین نایب د لوبډلمشرۍ لپاره وړ لوبغاړی نه بولي او ځېنې یې بیا د یو ورځنیو لوبو لپاره مناسب لوبډلمشر بولي.

 

ګلبدین نایب د افغان لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی، لومړیو کې تر بالېنګ، توپ وهنه ډېره غوره وه؛ خو اوس وخت کې یې د توپ اچونې رول تر توپ وهنې ډېر بارز دی.

په یو ورځنیو لوبو کې د ګلبدین نایب لوړې منډې ۸۲ ناسوځېدلې دي او دا یې هم د زِمبابوې خلاف کړي دي.

ګلبدین نایب په افغان لوبډله کې له محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان څخه وروسته دریم زبردست الراونډر دی.

د نوموړي توپ اچونه او توپ وهنه تاسې لېدلې چې څنګه ده؛ خو لوبډلمشرۍ کې یې تجربه دومره پخه نه ده، په مستقیم ډول نړیوال جام کې د هغه تر لوبډلمشرۍ لاندې د لوبډلې اعلانول ستونزې جوړولی شي.

 

که کرکټ بورډ غواړي چې د هغه لوبډلمشري په نړیوال جام مؤثره و اوسي؛ نو باید د سکاټلېنډ، ایرلېنډ، پاکستان او انګلستان خلاف تمریناتي لوبو کې هغه وازمایي، ترڅو یې په لوبډلمشرۍ کې تجربه وشي او بیا د نړیوال جام پر مهال ښه لوبډلمشري وکړي.

ایا د ګلبدین نایب بدیل لوبډلمشر لرو؟
که څه هم محمدنبي عیسی خېل په افغان لوبډله کې غوره الراونډر دی؛ خو لوبډلمشرۍ کې پرې فشار زیات وي او بیا هغسې لوبه نه شي کولای، څنګه یې چې تمه کېږي، په ۲۰۱۵ کال کې د هغه لوبډلمشري مونږ ولیده، چې د محمدنبي پرفامېنس یا کارکرده ګي ورسره ډېره کمرنګه شوه او بیا یې خپله لوبډلمشري پرېښوده.

یو ورځنیو لوبو کې اصغر افغان یو ښه لوبډلمشر و او دا چې هغه اوس لرې شوی؛ نو ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو لپاره ښه لوبډلمشر کېدای شي؛ خو د نورو تجربه کاره لوبغاړو مشورې باید د لوبو پر مهال واخلي او د هغوی مشورې له پامه ونه غورځوي.

ګلبدین نایب د حمل په لومړۍ نېټه په یواځېنۍ لس اوریزه لوبه کې د اين پي ایل بلو لوبډلې لوبډلمشر و او د ځاځي رېډ لوبډلې ته یې په خپله لوبډلمشرۍ کې ماته ورکړه.

د دې سربېره یې په شپږیزه لیګ کې د مِس عېنک لوبډلې لوبډلمشري کړې او بریالی هم و.

نو په اوس وخت کې ګلبدین نایب لوبغاړو ته په کتو ښه لوبډلمشر کېدای شي.

د راشد او نبي اعتراض


دوه پیاوړي افغان لوبغاړي چې اوس مهال په ای پي ایل کې په لوبو بوخت دي، په بیلابیلو ټویټونو کې یې د کرکټ بور دا اقدام ناسم بللی او ویلي یې دي چې اوس وخت کې باید اصغر افغان پریښودل شوی وای.
نبي په خپل ټویټ کې له ولسمشر، اجرایه رییس او ملي امنیت شورا له سلاکاره غوښتي چې په دې برخه کې مداخله وکړي. خو دا چې وروسته به څه کیږي، دا نامعلومه ده.

د کېمپ لپاره د ۲۳ لوبغاړو نوملړ
د سهیلي افریقا ۲۳ کسیز تمریناتي کېمپ لپاره شهزاد محمدي، نورعلي ځدران، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه زُرمتی، محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب لوبډلمشر، راشدخان ارمان مرستیال لوبډلمشر، دروېش رسولي، مجیب ځدران، شاه پور ځدران، حمید حسن، قېس احمد، شفیق الله شفق، افتاب عالم، دولت ځدران، کریم جنت، شرف الدین اشرف، سعید شېرزاد او سمیع الله شینواري شامل دي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی وایي دوی په افریقا کې له ځایي لوبډلو سره ۶ تمریناتي یو ورځنۍ لوبې لري او دې سره خوا کې به نورې لوبې هم وکړي.

له دغو ۲۳ لوبغاړو څخه ۱۵ غوره لوبغاړي چې روغتیا یې ښه وي نړیوال جام ته غوره کېږي، نړیوال پنځوس اوریز جام ۵۵ ورځې وروسته په انګلستان کې پېلېږي او افغان لوبډله لومړۍ لوبه له اسټرالیا سره د جون په لومړۍ نېټه ترسره کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.