د نړيوال جام لپاره د کرکټ ملي لوبـډلې د مالي ملاتړ پر تړون ناندرۍ راپورته شوې

22 غويی 1398 چنار راډيو

کابل (٢٢ غويى ٩٨): يو افغاني شرکت ادعا کړې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د نړيوال جام لپاره د ملي ټيم د مالي ملاتړ قرارداد له يوه هندي شرکت سره له ازادې داوطلبۍ پرته په ١٥٠زره ډالرو کړى، په داسې حال کې چې دوى زياتو پيسو ورکولو ته چمتو دي.
د افغانستان کرکټ بورډ او د هند د شيدو يوې کمپنۍ (امول) ترمنځ د کرکټ په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ تړون څو ورځې مخکې په نوي ډيلي کې لاسليک شو.
که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ د دغه مالي ملاتړ (سپانسر) د پيسو مقدار نه دى په ډاګه کړى، خو د اېس اېم پي په نوم د پيټروليمو شرکت مسوولين او د ټولنيزو شبکو کارکوونکي وايي چې له هندي شرکت سره د١٥٠زرو امريکايي ډالرو قرارداد شوى دى.
د (سپيډ ماسټر پيټروليم) يا اېس اېم پي شرکت مشر اسرارشريف وويل، چې کرکټ بورډ د دغه قرارداد لپاره هېڅ ډول داوطلبي نه وه کړې.
هغه زياته کړه، کله چې دوى له هندي شرکت سره قرارداد اعلان کړ، نو ده ورته د رسمي ايمېل له لارې وړانديز وکړ چې دا قرار د ازاد رقابت له لارې داوطلبۍ ته وړاندې کړئ ، دوى حاضر دي چې په ډېرو پيسو قرارداد وکړي.
خو اسرار شريف وايي چې د کرکټ بورډ له خوا غير مسلکي له ګواښونو ډک ځواب ورکړل شو، په داسې حال کې چې نړيوال جام ته ورځې کمې دي، تر اوسه يې سم مثبت ځواب نه دى ورکړى.
ده زياته کړه: ((په ايمېل کې مو د کرکټ بورډ له مسوولينو غوښتي وو چې اطلاعاتو د لاسرسي د قانون له مخې بايد له دې قرارداد څخه يې شرکتونه او خلک خبرې کړې واى.))
شريف په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې هم يو پوسټ کړى او د کرکټ بورډ پر يادې پرېکړې يې نيوکه کړې ده.
هغه زياته کړې: ((دا ډېره ناوړه پرېکړه ده چې ملي ټيم يې پر يونيم لک ډالرو وپلوره، موږ يو ميليون ډالرو مالي ملاتړ ته اماده يو، پخوا به کرکټ بورډ به له عادي داوطلبيو موږ ته معلومات راکول، خو له دې غټ قرارداد څخه يې موږ ناخبره وساتلو.))
اسرار شريف وايي، چې له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې د افغانستان کرکټ يې په بېلا بېل ډول ملاتړ کړى دى.
پژواک پر دې موضوع د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ته رسمي ايمېل او مسيج وکړ، خو د دغه خبر تر خپرېدلو پورې د هغوى له لوري هېڅ ډول ځواب ترلاسه نه شو.
خو د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملوک عالم په فيسبوک کې ليکلي، څوک چې پر قرارداد نيوکه لري، را ميدان ته دې شي او د زياتو پيسو وړانديز دې وکړي، کرکټ بورډ له هندي شرکت سره قرارداد لغوه کوي.
بلخوا د کرکټ بورډ د رسنيو او بازارموندنې څانګې مسوول عبدالهادي دریځ ازادۍ راډيو ته ويلي چې له يادې هندي کمپنۍ سره تړون به نورې هندي کمپنۍ هم وهڅوي چې له افغان کرکټ بورډ سره مالي مرستې وکړي.
هغه ويلي: "له ډېری افغان کمپنیو سره دا وړاندیزونه شریک شوي خو د دوی له‌خوا کوم ځواب نه‌دی راکړل شوی، هغه بيه چې د افغان کمپنیو لپاره و، ۳ لکه او د بهرنیو کمپنیو لپاره ۵ لکه ډالر ټاکل شوی و، خو زه دا نه‌شم ویلی چې له امول کمپنۍ سره تړون په څومره ډالرو شوی، دا چې په ټولنیزو رسنیو کې یو نیم لک ډالر یادېږي، دا رقم زه نه‌تأييدوم او نه‌يې ردوم."
د افغانستان د سپورتي ژورنالېستانود فدراسيون رييس ساير ځلاند وايي، کرکټ بورډ د هېواد د يوې ملي ادارې په توګه بايد هره تدارکاتي چاره د تدارکاتو له قانون سره سم مخته يوسي .
هغه پژواک اژانس ته وويل، د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ (سپانسرشيپ) موضوع چې د عوایدو مهمه برخه تشکيلوي، لازمي وه چې د تدارکاتو له قانون سره سم اعلان شوې وای، خو اوس چې موضوع جنجالي شوې او کورني شرکتونه د شفافيت غوښتنه کوي، په کار ده چې تېره پروسه لغوه او له سره د مقيدې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وړاندې شي.
د ځلاند په وينا، دا کار يوه اوونۍ وخت نيسي او تر څنګ به يې کرکټ بورډ نه يواځې دا چې زيات عوايد ترلاسه کړي، بلکې دايمي سپانسر به هم پيدا کړي.
په ټولنيزه شبکه کې د کرکټ يو فعال ببرک عمر وايي چې د تدارکاتو قانون واضحه دى او بايد هره اداره پرې عمل وکړي.
هغه په خپل يو پوسټ کې ليکلي چې د تدارکاتو قانون کې څلور چلندونه په ډاګه شوي، لومړى درې نرخونه اخيستل کېږي، بله مقيده داوطلبي ده، درېيم د ازاد رقابت داو طلبي ده چې هر څوک په کې برخه اخلي او څلورم روش د واحدې سرچينې دی، چې په خاصو حالاتو کې مشخص شرکت ته قرارداد ورکول کېږي.
هغه زياته کړې چې کرکټ بورډ له افغاني شرکت سره د همکارۍ پر ځاى هغوى د ايمېل په ځواب کې ګواښونه کړي دي.
دغه راز په ټولنيزو شبکو کې هم پر دې موضوع ګرم بحثونه روان دي.
د کرکټ بورډ پخوانى مالي مسوول شاهد الکوزي په فېسبوک کې ليکلي، په دې هکله افغان حکومت بايد د شفافو څېړنو له لارې ملامت او سلامت معلوم کړي.
نوموړي وړانديز کړى چې په فېسبوک کې د بحثونو پر ځاى مدعي دې اسناد وړاندې شي او د يوې علني محکمې له لارې دې دا قضيه وڅېړل شي.
حمدالله طلوع بيا ليکلي، فکر نه کوي چې دا تړون اوس لغوه شي که موضوع وڅيړل شي، نو کمزوری لوری به معلوم شي، چې بورډ يا کمپنۍ دي.
خو دافغانستان کرکټ بورډ پخواني رييس نسيم الله دانش بيا وايي، چې ډېرى خلک له اصلي حقايقو خبر نه وي او په فيسبوک کې بېلا بېل ډول څرګندونې کوي.
هغه زياته کړې، چې اوس کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د هندي شرکت سره قرارداد نه شي لغوه کولای، ځکه کله قرارداد کیږي نو د لغوه کولو لپاره يې شرايط ټاکل شوي وي، او که لغوه يې کړي هم نو په دومره کم وخت کې د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا د بل شرکت کارونه نه پروسس کېږي.
د دانش په وينا، دا چې نړيوال جام ته کمې ورځې پاتې دي، د ازاد رقابت له لارې هېڅ امکان نشته چې دا قرارداد بيا داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.