شهزاد محمدي د کرکټ له نړیوال جام سیالیو څخه وویستل شو

18 غبرګولی 1398 چنار راډيو

کابل (۱۶ غبرګولی ۹۸) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي د نړیوال جام له روانو څخه بهر شوی او د هغه پر ځای بل لوبغاړی لیږل کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو امریکا غږ راډیو ته ویلي، چې شهزاد محمدي د زنګانه پرخه کې ستونزه لري او ډاکټرانو ورته د څو اونیو ارام مشوره ورکړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې شهزاد نور د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نه شي لوبیدلی او د هغه پر ځای به بل ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خیل لیږل کیږي.
شهزاد محمدي د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په تمریناتي او چمتووالي سیالیو کې یوه سلیزه ووهله، خو له هغې وروسته یې په لوبو کې نه یواځې دا چې ښه توپوهنه یې ونه کړه، بلکې په ویکټ ساتنه کې یې هم ډیرې ستونزې درلودلې.
د کرکټ ډیرو څارونکو او مینه والو پر هغه نیوکې کولې او له کرکټ بورډ یې غوښتل، چې هغه نور کینوی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.