ګلبدين: د افغانستان تر راتلونکې لوبې به د راشد خان روغتیا ښه شي

20 غبرګولی 1398 چنار راډيو

کابل (١٩ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر ګلبدين نايب وايي چې د راشد خان روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى او په راتلونکې لوبه کې به ولوبېږي.
راشد خان پرون په انګلستان کې د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې د نيوزيلينډ پر خلاف چې کله توپوهنې ته راووت، نو يو توپ يې پر سر ولګېد چې له امله يې هغه ته ستونزه پيدا شوه او بيا يې بالينګ يا توپ اچونه هم ونه کړه، دغه لوبه نيوزيلنډ پر اوو لوبغاړو وګټله.
افغان لوبډلمشر ګلبدين نايب ويلي، د راشد خان روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى او هغه به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان د راتلونکې شنبې په ورځ خپله څلورمه لوبه له سوېلي افريقې سره ترسره کړي.
ګلبدين ويلي: ((پرون ډاکټرانو ورته ويلي وو چې بالينګ ونه کړي، خو اوس هغه ښه دى، تر بلې لوبې پورې ډېرې ورځې شته، تر هغې پورې به روغ شي.))
د هغه په وينا، د راشد خان ځيني نور معاينات هم کېږي څو بشپړه روغتيا ترلاسه کړي.
نوموړى وايي چې لوبغاړي پياوړي دي او راشد خان ته وړه ستونزه پيدا شوې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.