د ژمي په راتګ د ککړې هوا په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.
د ژمي او ساړه مؤسم په راتګ او د سونګ توکوله کارول کیدو سره سم، د هیواد په ځانګړې ډول د کابلد ککړې هوا په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.
په ښار کې زاړه موټرونه، بې کيفيته تېل، د پلاستیک، ټایرونو ،کثافاتو او نورو ضرر رسوونکو شیانو د سوځيدو دود او ککړې هوا خلک د تنفسي ستونزو سره مخ کړي دي.
زموږ ددې اونۍ په ګردي مېز کې د ضرر رسوونکو شیانو د سوځولو د زیانونو په اړه د چاپیریال ساتنې برخې شنونکی عابدالله حیدرزیي،د چاپیریال ساتنې ادارې د ککړتیا د کنټرول او تنظیم رئیس انجنیر طوفان جبران، ، د تنفسي ناروغیو متخصص روح الله احمدي او پر تنفسي ناروغیو اخته شوي کس فضل لېوال سره بحث او خبرې اترې شوي دي.
دغه بحث درته د عصمت الله حلیم په کوربه توب وړاندې شوی.
د خپرونې د اوریدو لېنکونه: