دوشنبه, ۲۴ غويی ۱۴۰۳

غږیزې خپرونې

قانون او سمون – خپرونه کې په هېواد کې نافـذه قوانین تشرېح کېږي
زمونږ ښار – خپرونه د خوست ښار اړوند د بیا رغونې ، چاپریال ساتنې ، نظم ، او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه چمتو کیږي
په دغه خپرونه کې د بېلابېلو سیاسي،اقتصادي،هنري،ښوونیزو او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه د اورېدونکو نظریات اخیستل کیږي
په دې خپرونه کې له شاعرانو ، لیکوالانو او فرهنګي شخصیتونو سره خبرې اترې کیږي.
په دې یو ساعته ادبي ژوندۍ خپرونه کې اورېدونکي د ټلفون او سکایپ له لارې په خپرونه کې ګډون کوي او خپل او یا هم د نورو شاعرانو له شعرونو او غزلونو څخه خوښ کړي غزل او شعرونه وایي
ښځه او نړۍ خپرونه په ټولنه کې د ښځو د ستونزو ، مسولیتونو ، وړتیاوو او نورو اړوندو مسایلو په اړه چمتو کیږي
په دغه یو ساعته ثبت خپرونه کې پر بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه د سیاست پوهانو او د نظر خاوندانو سره بحثونه خپریږی.کړکېچونه په اوونی کې یو ځل خپریږی
په دغه یو ساعته ژوندۍ روغتیايي خپرونه کې د مختلفو ناروغیو د رامنځته کیدو پر لاملونو، درملنې او وقایې په اړه د اوریدونکو پوښتنې اوځوابونه همدارنګه د روغتیا پوهانو نظریات او مشورې اوریدلئ شئ
د زهرو جام نیم ساعته ثبت خپرونه کې د نشه یي توکو اړوند مطالب ، او له معتادینو،عامو خلکو او اړوندو حکومتي چارواکو سره خبرې اترې کیږي
په دغه شپنۍ یو ساعته ژوندۍ خپرونه کې اوریدونکي د ټلفون له لارې په خپرونه کی ګډون کوي خپل او یا هم د نورو بېلابېلو شاعرانو شعرونه اوغزلونه دیکلومه کوي او په منځ منځ کې یې آرامې سندرې هم خپریږي.د سپوږمۍ غیږه هره شپه د چنار راډیو څخه په ژوندۍ بڼه خپریږی.
په دغه نیم ساعته ماخوستنۍ ثبت خپرونه کې د شعرونو او غزلونو دیکلومه او ارامه موسیقي خپریږی.ترنګ او شرنګ په اوونۍ کې دوه ځلې خپریږی