په انسټګرام کې بدلونونه او ټولنېزې شبکې

لیکنه: احسان الله سمون
د ټولنيزو شبکو پيل د شلمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې له ياهو مسنجر څخه وشو.

د دې سايټونو د رامنځته کېدو اصلي هدف د خلکو ترمنځ خواله او ګپ شپ وو چې تر اوسنيو سايټونو مخکې يې همدا بڼه درلوده، خو کرار، کرار په ټوله نړۍ کې په سياسي چارو او مسايلو کې د دې شبکو اغېز محسوس شو.

يوه ښه بېلګه يې په ۲۰۱۰ زېږديز کال عرب پسرلی دی، خلکو د ټولنيزو رسنيو پر مټ لوی، لوی ديکتاتور دولتونه را نسکور کړل، لکه په مصر کې حسني مبارک، په تونس کې ذين العابدين بن علي او نور… .

له ۲۰۱۱ کال را وروسته په افغانستان کې هم د دې شبکو فعالیت او د خلکو ګډون پراخ شو.

دلته هر يو مصروف دی، خو په نظرياتو، افکارو او غوښتنو کې لوی لوی توپيرونه شته.

په افغانستان کې هم ډېری وګړي ټولنيز سايټونه د بېلابېلو موخو لپاره کاروي‌.

ډېری افغانان فېسبوک، ټويټر او انسټګرام د سياسي فعاليتونو، خپلو افکارو، نظرياتو او تجربو د شريکولو لپاره کاروي.

بل خوا ډېری کسان د خپلوانو او مسافرو د حال احوال لپاره فېسبوک، واټساپ او نور کاروي، چې له يوې خوا يې لګښت کم دی او له بلې خوا يې کيفيت ښه دی.

شخصاً زه په خپل ورځني ژوند کې د زدکړو تر څنګ بيلابېل ټولنيز سايټونه، لکه انسټګرام، ټويټر، جې مېل، فېسبوک، يوټيوب، واټساپ، ای مو، سکايپ، ټیلیګرام، وايبر کارووم او له ټولو پر خپل ځای ګټه پورته کووم.

خو ماته پکې د نظر، فکر او تجربې د شریکولو لپاره تر ټولو زړه را ښکونکی انسټګرام دی، ځکه نسبتاً نورو ټولنيزو پاڼو ته ډېر ښه صفتونه هم لري.

د خواله او شخصي پيغامونو لپاره واټساپ خوښوم، ځکه د پيغام لېږدولو پر وخت ښه سيکيوريټي لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.