د موبایل له راډیویې څپو څخه د ځان ژغورنې لارې چارې

لیکوال: ګل ولي ارین
ګرځنده تلیفونونه(موبایلونه) د نني عصر د انسان له عمدۀ او مهمو ضرورتونو څخه شمېرل کیږي، د یوویشتمې پېړۍ انسان، موبایل ته د بدن د یوۀ غړي په څېر په ارزښت او اهمیت قایل دی.
نژدې ټول بالغ انسانان موبایل کارَوي او د موبایل په وسیله خپلې ورځنۍ چارې تنظیموي. خو ډېر لږ یې د موبایل د دوامداره کارؤنې څخه د راپورته کېدونکو خطرونو څخه اګاه دي.
دا چې د موبایل کارؤنه زموږ په هېواد (افغانستان) کې هم ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې ده نو لازمه مې وګڼله چې د موبایل لۀ دوامدارې کارؤنې څخه، انسان ته د متوجه ګواښونو د مخنیوي لارې چارې له مختلفو طبي ویب سایټونو راوژباړم او له تاسې درنو لؤستونکو سره یې شریکې کړم.

 ټول موبایلونه د سیمکارت په ذریعه کار کوي، او دا سیم کارت د اړوند مخابراتي شبکې له پایې(انتن) څخه سیګنال اخلي. د انتن او سیم کارت تر منځه اړیکه راډيویي څپې ټینګوي، تر هغې چې سیمکارت لرونکی مبایل چالان وي، دا راډيويي څپې په مسلسل ډؤل(په هرو ۳۰-۴۰ ثانیو کې یو ځل) له موبایل څخه د مخابراتي شبکې انتن ته لېږدول کیږي.
ځکه نو د اوږدې مودې لپاره د موبایل سره نږدې پاتې کېدل ستاسو صحت ته تاوان رسولی شي. خو د یو څو ساده لارو چارو څخه په استفادې، تاسې کولای شئ دا خطرات کم کړئ.
۱، که د ویده کېدلو پر مهال موبایل سر سره نژدې ږدئ، دا عادت مو بدل کړئ، موبایل له ځانه لرې کیږدئ بیا ویده شئ. او که مو موبایل الارم(زنګ) ته عیاروئ نو موبایل مو فلایټ موډ ته کړئ تر څو یې شبکه بنده شي.
۲، که هر وخت موبایل په جېب کې ګرځوئ، دا عادت مو د امکان تر حده کم کړئ ( د مخې جیب کې خو یې بیخي مه ګرځوئ)،  د کار پر مهال یې په میز کیږدئ، د ډوډۍ خوړلو او مطالعې پر وخت یې په توشک کیږدئ، حداقل د بدن او موبایل تر منځ باید ۵ څخه تر ۸ انچو فاصله موجوده وي.
۳، هغوئ چې په موبایل کې اوږدې/ډیرې خبرې کوي، له ګوشکیو دې ګټه واخلې(بلتوت والا ګوشکۍ نه، لین داره ګوشکۍ). په موبایل د اوږدو خبرو په صورت کې به کله د غوږ/مخ ګرمېدلو ته متوجه شوي یاست، دا هماغه راډیويي څپې دي چې له مخ سره مو لږېږي.
۴، کله چې موټر کې سفر کوئ، په موبایل مه غږیږئ، ځکه چې موټر د قوتي په شان له څلورو اړخو بند وي، تاسې چې موبایل باندې خبرې کوئ په همدې مهال ستاسو سیمکارټ هڅه کوي د مخابراتي شبکې انتن ته راډيویې څپې ولږدوې، همدا څپې د موټر له شیشو  سره ټکر کوي او بیرته په تاسو راګرځي.
۵، که د زنګ وهلو پر ځای مو په مسیج (پیغام) لېږلو ستونزه هوارېده؛ بهتره ده چې مسج وکړئ.
۶، موبایل مو ماشومانو ته مه ورکوئ حتا د لوبو لپاره هم، ځکه چې د ماشومانو د کوپړۍ هډوکي نازک وي او همدا څپې د هغوئ له هډوکو او مغزو په اسانۍ تېرېدلی شي. بیا مو که ورکاوو هم، شبکه یې بندوئ.
۷، کله چې د موبایل شبکه (انتن) کمزوري وي، زنګ مه پرې وهئ، ځکه چې داسې وخت کې موبایل د راډیويي څپو د لیږلو لپاره په ډېر شدت هڅه کوي، په پایله کې د څپو مقدار له معمول څخه څو چنده زیاتیږي.
 صحت د خداي جل جلاله ښکلې ډالۍ ده، ساتل یې پر ټولو انسانانو فرض دی، د پورتنیو ساده لارښوونو په کارؤنې د موبایل له خطراتو څخه ځان وژغورئ!

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.