هغه وسله چې چینایي پوځیانو هندي پوځیان پرې وژلي

31 غبرګولی 1399 چنار راډیو

 

د هغې ابتدايي وسلې انځور خپور شوی چې ویل کېږي چینايی ځواکونو د تېرې دوشنبې پر ورځ له هندي سرتېرو سره د لانجمنې سرحدي سیمې په اوږدو کې د یوې وژونکې شخړې پرمهال کارولې ده.

په ګالوان دره کې په دې شخړه کې لږ تر لږه ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي او د دواړو ځواکمنو هېوادونو ترمنخ یې ترېنګلتیا زیاته کړې ده.

د دې ابتدايي وسلې انځور چې پنجشنبه ښکاره شو ښيي چې له سیخانو جوړه شوې او میخونه هم په کې کارول شوي دي.

دا انځور پر ګډه پوله یوه لوړ پوړي هندي پوځي افسر بي بي سي ته استولی او ویلي یې دي چې چینايي سرتېرو همدا وسله کارولې ده.

دا انځور هند کې پر ټویټر په پراخه توګه خپور شوی او د خواله رسنیو د ډېرو کاروونکو غوسه یې پارولې ده. تر اوسه نه هندي او نه هم چینايي چارواکو د دې انځور په اړه څه ویلي دي.

چېن دې شخړه کې خپلو سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې خبره نه ده منلې. دواړه خواوې یو پر بل له پولې د اوښتو تور لګوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلوونکې پوله په دقت نه ده ټاکل شوې او د دې امکان شته چې له 'ټاپوګرافیک ' پلوه بدلون ومومي.

د دفاعي چارو شنونکي اجې شوکلا چې د چینایي پو ځیانو لخوا د کارول شوې وسلې انځور یې لومړی ټویټ کړی دا ډول وسله کارول (بربریت) بولي.

 

په نښته کې د ګرمې وسلې یا ټوپکو نه کارول هغې هوکړې ته ور ګرځي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۹۶ کال کې لاسلیک شوې ده.

د دې هوکړې له مخې د ترېنګلتیا مخنیوي لپاره د لانجمنې سرحدي سیمې په اوږدو کې ټوپکونه او چاودیدونکي توکي کارول منع شوي دي.

د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې سرتیري د نږدې څلور زره او ۲۶۷ متره پر لوړې څوکې په یوه ځوړ سیمه کې پر کمر لګېدلي او ځینې سرتیرې ګالوان سېند ته چې په تیزۍ روان دی او د حرارت درجه یې له صفر ټیټه ده لویدلي دي.

په څلور لسیزو کې لومړنۍ مړینه:

په تېرو څو اونیو کې دواړو خواوو د لانجمنې سرحدي سیمې په اوږدو کې شخړې کړي دي، خو د دوشنبې شخړه په تېرو ۴۵ کلونو کې لومړنۍ وه چې مړینه په کې رامنځته شوه.

په هندي رسنیو کې نا تایید شویو رپوټونو کې ویل شوي چې په دې نښته کې لږ تر لږه ۴۰ چینايي سرتېري وژل شوي، خو چین تر اوسه خپلو سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې یو شمېر هندي سرتېري لا هم لادرکه دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان ویلي، هند دوه ځله له سرحدي پولې تېری کړی:

''چینايي سرتېري یې پارولي او پر هغوی یې برید کړی چې له امله یې د واړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ جدي فزیکي شخړه رامنځته شوې ده. ''

چین د چارشنبې پر ورځ پر ''ګالوان درې د ملکیت '' ادعا وکړه، هند دا ادعا رد کړه او هغه یې له مبالغې ډکه او د تحقق و نه بلله.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.