ایا اسمان څکالي رښتیا هم کورونا وېروس لېږدوي؟

03 چنګاښ 1399 له تاند څخه په مننې

ایا دا معصوم ډوله اسمان څکالی کورونا وېروس خپرولی شي؟
له کله چې کورونا وېروس رامنځته شوی د اسمان څکالي نوم څوک په خوله ښه نه اخلي. د دې ژوي په اړه له وړاندې هم ځینې خُرافات او ناسم تصور موجود وو. خو هغه کسان چې په دې اړه څېړنې او د دې ژوي ستاینه کوي وايي موږ لوری غلط کړی.
دوی ټېنګار کوي چې د ازارولو پر ځای باید د اسمان څکالي هغه رول درک کړو چې په طبیعت کې یې لري.
د اسمان څکالي په اړه دا ډول فکر څېړونکې ارورو تانشي بیخې حیرانوي او وايي دوی د غوره موجوداتو بیلګه دي.
نایجریایۍ تانشي چې د امریکا د تکساس ټېک پوهنتون کې د ډاکټرۍ دورې محصله ده، له هغو څېړونکو ده چې د اسمان څکالي په اړه د ناسم تصور سمولو ته یې ملاتړلې ده.
د دې ژوي نوم وروسته له هغه لا بد شو چې وویل شول د کورونا وېروس وبا په خپرولو کې یې رول درلود.
له اسټرالیا نیولې تر اندونیزیا پورې د دې ژوي د ډل وژنې او شړلو رپوټونو د نړۍ لر او بر کې د چاپیریال ساتنې فعالان اندېښمن کړل.
ولې ځینې خلک اسمان څکالي ملامتوي؟
ایرورو تانشي وایي، له اسمان څکالو وېره بېځایه ده
تانشي وايي خلک ځکه اسمان څکالي ملامت بولي چې سارس-کوو۲ وېروس چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لامل شو هغه وېروس ته ورته دی چې په یوه خاص ډول اسمان څکالي کې موندل شوی وو.
دې مسلې ټول اسمان څکالي د شک ښکار کړل خو اسمان څکالي یو علمي عذر لري.
تانشې وايي: "وروستۍ څېړنې ښیي چې د ۴۰ - ۷۰ کال پخوا سارس-کوو۲ له هغه وېروس جلا شوی چې د اس نعل ته ورته اسمان څکالي کې موندل شوی، دا د هغې خبرې د پياوړي کولو لپاره نور هم دلایل برابروي چې ښايي اسمان څکالو مخامخ انسانانو ته سارس-کوو۲ وېروس نه وي انتقال کړی ".
په کینیا کې د ماسای پوهنتون د ژویو بیالوژۍ مشر استاد پاول ویبلا دا مني چې " د تکامل له پلوه بشر او اسمان څکالي ډېر سره لرې دي نو که سارس-کوو۲ له اسمان څکالي لېږدېدلی وي نو ښايي د یوه بل منځګړي په مرسته شوی وي".
د دې نظر له مخې ویل شوي چې که اسمان څکالي د دې وېروس سرچینه وي نو دوی انسانانو ته نه دی لېږدولی. شک دی چې دا منځګړی به پنګولین ژوی وي.
نو ملامت څوک دی؟
د کینیا ډاکټر وېبالا ایي، ماشومتوب کې یې د اسمان څکالو په اړه ډول ډول خبرې اورېدې
تانشي او د هغې همکار ساینسپوهان په قطعي ډول په دې نظر دي چې اسمان څکالي نه بلکې انسانان په خپله د وېروس د اوسنۍ خپرېدا مسؤل دي.
ډاکټر وېبالا وايي چې بشري فعالیتونو له امله د وبا دا اوسنی توپان رامنځته شوی. " د وحشي ژویو پر میشت ځایونو تیری او هغه څه چې د میشت ځایونو له لاسه ورکولو او ناسم والي سره تړلي دي، دغه راز د انسانانو له خوا یې لیږد، زیرمه کول او پرې سوداګري کول دا ټول د ناروغیو د رامنځته کوونکو عناصرو د خپرېدو لپاره په هغو ډولو کې مناسب چاپیریال رامنځته کوي چې له وړاندې اړیکي نه لري".
تاشي وايي ډېر دلایل شته چې ښيي انسانانو ته د هغو ناروغیو لېږد چې په ژیو وکې رامنځته شوي دي د دې ژویو د میشت ځایونو په ړنګولو سره زیاتیږي.
چاپيریال ساتونکي وايي د اسمان څکالو ډله ییزه وژنه موږ له کورونا وېروسه نه شي ژغورلی. برعکس په ډله ییزه توګه د دوی وژل او له خپلو میشتو ځایونو یې شړل ښایي وضعیت لا پسې خراب کړي.
ډاکټر وېبالا بیا وايي د اسمان څکالو د څه باندې ۱۴۰۰۰ ډولونو شاوخوا ۷۰ سلنه حشرې دي.دا د ده به وینا په دې مانا ده چې د دوی خوراک حشرې او یو ډول نور ژوي دي چې د ملا تیر او پړیر پوستکی نه لري.
" ډېر هغه حشرات چې د شپې پرمهال هوا کې الوزي او اسمان څکالي یې خوري داسې حشرې دي چې د انسان روغتیا سره تړاو لرونکي پتاجنونه رامنځته کوي". په بل عبارت دا حشرې داسې ناروغۍ لېږدوی چې انسانان پرې اخته کیږي لکه د ډنګې او ملاریا ناروغۍ.
دا په دې مانا ده چې د اسمان څکالو په نښه کول او د هغوی شړل ښايي د ناروغیو د زیاتېدو لامل شي.
انسانانو ته د اسمان څکالو ګټه څه ده؟
اسمان څکالي ډول ډول بوټو نه دانې لېږدوي
ډاکټر وېبېلا وايي : " که له پختې جوړ څه دې پر تن وي ، او یا دې قهوه او یا چای څکلې وې، او که دې په خوړو کې دې جواري وو، او یا بل کوم کرنیز محصول نو ستا نننۍ ورځ له اسمان څکالو اغیزمنه شوې ده".
اسمان څکالي د چاپيریالي نظام لپاره بنسټیزې خدمات وړاندې کوي لکه القاح کوونکي، د بذرونو ویشونکي او د افتونو څارونکي. له خوړو نیولې تر سېنګار توکو، فرنچیر او تر درملو پورې هر څه د اسمان څکالو خوارۍ ته اړتیا لري.
که اسمان څکالي نه وي نو اندونیزیا به د دورین - یو ډول میوه - حاصل په بریالیتوب نه وای تر لاسه کړی، مدګسکر به مشهورې باوباب نومې ونې له لاسه ورکړې وای او د ماکادامیا کرنیزې ځمکې به ویجاړې شوې وای.
ډاکتر ویېبلا وايي: " اسمان څکالي د مرغیو پر تله دوه برابره زیاتې دانې شېندې او سره جلا کوي یې، دا چاره د بنسټیزو جینونو جریان ته لاره هواروي او په استوايي سیمو کې یو له بله جلا شوي ځنګلونو بېرته راژوندي کوي."
د څو څېړنو له مخې یوازې په امریکا کې اسمان څکالي د حشرو ضد درملو او د محصولات د ضایع کېدو مخنیوي برخه کې کروندګرو ته هر کال ملیاردونه ډالره سپما کوي.
د اسمان څکالو نورې ځانګړنې کومې دي؟
اسمان څکالی یوازنی تی لرونکی ژوی دی چې الوت کولی شي
تانشي وایي اسمان څکالي په ډېره حېرانوونکې بڼه بریالي ژوي دي او په ټولو لویو وچو کې شته. خو تانشي زیاتوي چې په انترکتیکا کې یې د اسمان څکالو په اړه د یوې څېړونکې په توګه یې سمڅې، ځنګلونه، غرونه او ساوانا - یو ډول لرغونی ښار - موندلي دي.
تاشې وايي اسمان څکالي له تکاملي پلوه مخکښ دي.
"د وزرونو په څېر ګوتې، د انعکاس، او ځانګړي لید پرمټ الوتنه دا ټول هغه څه دي چې اسمان څکالي یې په لرلو د شپې اسمان تسخیر کړی، که تي لرونکي یو هنر وي نو اسمان څکالي شهکارونه دي".
ډاکټر وېبالا دې نظر سره همغږی دی او وايي:
"ښکاري داسې چې اسمان څکالي ښايي پیاوړی دفاعي سېسټم ولري چې په ځانګړي ډول ځان عیاروي چې ناروغۍ او د ناروغیو رامنځته کوونکي عوامل وزغمي. دا د پام وړ مقاومت ... ښايي د نوې درملنې موندلو لامل شي چې د انسان په بدن کې د وېروس ضد دفاعي ځواک پیاوړی کړي".

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.