هغه زدکوونکې چې د ریاضي د ۵۰ کلونو مسله یې حل کړه

04 چنګاښ 1399 چنار راډيو

هغه زدکوونکې چې د ریاضي د ۵۰ کلونو مسله یې حل کړه

Lisa Piccirillo

لیسا پکاریلو خپل فارغ وخت کې پر دې مسله کار کړی دی.

امریکا کې د پي اېچ ډي یا دکتورا زدکوونکې له یوې اونۍ په کم وخت کې د ریاضي پنځوس کلنه مسله حل کړه.

هغې خپل خلاص یا فارغ وخت کې دا ستونزه حل کړه.

لیسا پکاریلو تکزاس پوهنتون کې د دکتورا پر مقاله کار کاوه چې دا حسابي مسله یې ځواب کړه.

نوموړې د کوانټا په نوم ساینسي خبرونو وېبپاڼې سره خبرو کې وايي، د پوهنتون له ریاضيپوه پوهاند کمرون ګارډن سره خبرو کې یې ناڅاپي خپله محاسبه یاده کړه:

"هغه چغې پیل کړې، ویل یې ته باید ډېره خوشاله شې، هغه لېونی غوندې شو".

A nautical knot

ریاضي غوټې د ژوند له حقیقي غوټو سره ورتوالی لري.

د کانوې غوټه یا کانوې ناټ مسله پر ۱۹۷۰ کال یوه برتانوي ریاضیپوه جان هارټن را پورته کړه، خو مېرمن پکاریلو لومړی ځل پر ۲۰۱۸ کال په یوه سمینار کې له دې مسلې خبره شوه.

پوهاند ګورډن وايي، لا هم فکر نه کوي چې دا زدکوونکې دې په دې خبره وي چې دا یوه زړه مسله ده.

د مېرمن پکاریلو دا کار د روان کال لومړیو کې د ریاضي په انلز جورنال کې خپور شو، د دې مسلې له اوارولو وروسته هغه په مسه چوسټ ټیکنالوجۍ انستیتیوت کې مرستیال پوهانده شوه.

د اسپانیا په اوټونوما ډي ماډریډ پوهنتون کې څېړونکی او د ریاضيپوهنو انستیتیوت غړی جاویر ارمایونا وایي، کانوې ناټ مسله د ډېر وخت لپاره بې ځوابه پاتې وه او ډېر نومیالي ریاضيپوهان یې هم په حلولو بریالي نه شول.

ریاضي غوټه؟

The Conway knot
 

د کانوې ناټ لپاره له لسیزو پزل و.

ریاضیک ناټونه یا غوټې د ریاضي د ځانګړې برخې ټاپولوجي یو مضمون دی.

په ساده ژبه ټاپولوجي دا مطالعه کوي چې شیان څنګه له ماتېدو پرته د شکل بدلولو پر مهال، کږېدلی او کشېدلی شي.

ناټ نظریه هم د ټاپولوجي یوه څانګه ده.

د ژوند د ډېرو حقیقي بېلګو خلاف متمتیک ناټ یا د ریاضیي غوټې سر او پای سره نښتي وي حقیقت کې دا غوټه د دا یرې شکل لری.

خو دا ډېره پېچلې ده، ځکه دا غوټه ډېر ځایونه لري چې خپله له یو بل تېرېږي.

Table of knots

د سیولي پوهنتون د ریاضي انستیتیوت غړې مرستانیا سیلورو وایي: "دا شهودي نظریه داسې ده چې رسنۍ تصور کړې. ناټ نظریه هم هغه د شکل بدلېدل مطالعه کوی چې موږ یې دې رسۍ سره کولی شو".

د هغې په خبره، دې نظریه کې دا کتل کېږي چې څنګه دا رسۍ غبرګولی، ټولولی، غځولی او تاوولی شو... خو پرې کولی یې نه شو، دا منع ده.

ټاپولوجي د ساینس پر څو برخو اطلاق کېږي، چې د اقتصادي بازار له ټیټو هسکو نیولې تر ډې این اې مالیکولونو مطالعه کول پکې راځي.

د کانوې غوټه

John Horton Conway

جان هارټن کانوې تېر اپرېل له کورونا مړ شو.

د کانوې غوټې وړاندې کوونکی جان هارټن کانوې تېر اپرېل د کورونا له امله په ۸۲ کلنۍ کې مړ شو.

هغه ریاضي کې ډېر کار کړی او مشهور شوی دی.

د برتانیا لېپور کې زېږېدلی دغه ریاضيپوه د کمبرېج او پرنسټن پوهنتونونو په څېر ادارو سره تړلی و.

د نوموړي ژوندلیک کښونکی شېبان رابرټس یې نړۍ کې ډېر منلی بولي.

MIT building

پکاریلو اوس د ریاضي انستیتیوت کې مرستیال پوهانده ده.

مېرمن پکارلو د امریکا ډېر کلیوالي ایالت مېن کې زېږېدلې او بوسټن کالج کې یې ریاضي ویلې.

د نوموړې اوسنی بری به ریاضي زدکړو ته مېرمنې وهڅوي چې دې برخه کې له نارینه وو سره ډېر واټن لري.

د امریکا د رسمي شمېرو له مخې نږدې ۲۶ سلنه ښځې په دغه هېواد کې په کمپیوټري او حسابي برخو کې بوختې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.