د کابل تاريخي دېوالونه| ژباره: عارف زيار

09 چنګاښ 1399 له تاند څخه په مننې

که مو کابل ته سفر کړی وي؛ نو حتما به مو د شېر دروازې په نوم د غره په سر يو د ښامار په څېر اوږد غځېدلی دېوال ليدلی وي! په غالب ګمان دغه دېوال د اسلام له ظهور نه يوه پېړۍ مخکې رغېدلی دی. ياد  دېوال له ارتل پله نه شروع تر بالاحصاره رسيږي. له بده مرغه چې د دغه دېوال يوه لویه برخه له منځه تللې؛ خو ځينې برخې يې لا هم تر سترګو کيږي. 

د دغه دېوال په جوړولو کې له تيږو، خامو خښتو او پخو خټو (پخسو) څخه کار اخیستل شوی دی. د دغو تاريخي دېوالونو په اړه مورخين وايي، چې د يادو دېوالونو قدامت د يفتليانو تر دورې پورې رسيږي. په هغه وخت کې د کابل او خواو شا په سيمو د زنبورک شا په نوم حاکم حکمروايي کوله، چې کابل يې خپله پازمېنه ټاکلې وه. د شېر دروازې د غره يوه برخه اوس هم د هماغه شا پر نوم (کوه زنبورک) ياديږي. 

نوموړي پاچا امر وکړ، چې د ښار د محافظت او خوندي ساتلو په خاطر دې له ښار څخه دېوال چاپېر کړي، تر څو د بهرنيانو او پردیو د حملو له شره په امن کې پاتې شي. همدارنګه نومړي حاکم دا امر هم ورکړ، چې دغه ښار ته دې دوې لويې دروازې هم جوړې شي، چې یوه يې د کابل ښار لويديځ ته، چې اوس د دهمزنګ په نوم ياديږي او بله د ښار جنوب شرق ته، چې اوس د بالاحصار په نوم يادي، ورغول شي.

د کابل ښار د تاريخي رواياتو او افسانو په حواله، زنبورک شا يو ظالم، وژونکی او مستبد حاکم و، چې په ظلم او د وير په خپرولو کې خورا د ښه نوم او شهرت څښتن و. دغه دېوال هم د نوموړي د ظلم ښکارندويي کوي، چې د ښار پر زرګونو خلکو يې په زور او بغير له دې چې هغوی ته مزد او يا يې د زحمتونو بديل ورکړي، رغولی دی. 

زنبورک شا د يادې پروژې د ښه سرته رسولو لپاره ډېر بې رحمه او سخت زړي کسان د کارګرو په سر ګمارلي ول؛ تر څو د کارګرو کارونه سم وساري. 

داسې هم ويل کيږي چې د پاچا پر امر به هغه کسان په دېوال کې ژوندي ښخېدل، چې ضعیف او ناتوانه به ول او کار به يې نه شو کولای او يا به يې هم د دېوال په جوړولو کې ناغېړي کوله. په دې اساس زرګونه کسان د زنبورک شاه د حکم په اساس د ياد دېوال تر خاورو لاندې ژوندي ښخ شوي دي. نوموړي شاه د دومره جبر سره-سره هم په دې ونه توانېده، چې د دغه دېوال رغونه سرته ورسوي، خپله هم له وژل کېدلو وروسته د هغو زرګونو خلکو ترڅنګ په هماغه دېوال کې تر خاورو لاندې شو، کوم به چې د همده د حکم په اساس په دېوال کې ښخېدل.

دېوال د رغېدلو په حال کې و، پاچا هم د  پخوا په څېر امر کاوه چې خلک د دېوال د رغولو لپاره حاضر شي، خلک هم له ډېرې وېرې حاضرېدل، ډېر کار به يې کاوه تر څو ژوندي تر دېوال لاندې نه شي.

په دغو کارګرو کې يو کس نوی کوژدن شوی و، غوښتل يې چې واده وکړي؛ خو د پاچا له وېرې يې رخصت نه شوای اخيستلای. ښځې يې دېته هڅاوه چې د شا له امر نه سرغړونه وکړي؛ خو خاوند يې د پاچا له وېرې د مېرمنې خبره منلای نه شوه، ځکه ژوند يې په خطر کې لوېده. 

بلاخره د ځوان مېرمن دېته مجبوره شوه چې له کارګرو سره يوځای د دېوال په رغولو کې مرسته وکړي. هغې بهانه وکړه چې ګواکې ورور يې ناروغ دی او پر ځای يې هغه کار ته حاضره شوې ده. نوې کوژدن شوې ناوې په ډېرې خوښۍ له کارګرو سره د خښتو په وړلو، د اوبو په خېژولو او حتا د تيږو په انتقال او خټو ورکولو کې له خپلو خلکو سره اوږه په اوږه کار کاوه. مګر په حقيقت کې نوموړې پېغلې په زړه کې بل تصمیم نيولی و، چې د موقع په تر لاسه کولو کې به يې عملي کاوه.

په همدې ورځ زنبورک شاه هم د دېوال د چارو د ليدلو لپاره محل ته حاضر شو، تر څو وګوري چې د دېوال چارې څنګه پر مخ ځي؟

زنبورک شا د خلکو په منځ کې ښځه وليده، چې په ډېرې مېړانې اخته ده او د خلکو سره يو ځای کار کوي! کله چې د ښځې سترګې پر پاچا ولګېدې، ژر يې په خپل ټيکري مخ پټ کړ. پاچا چې ډېر حيران شوی و، ورنږدې شو، پوښتنه يې ترې وکړه:

ولې دې له دومره خلکو نه مخ نه پټاوه؛ خو چې زه د وليدلم؛ خپل ټيکری دې پر مخ راکش کړ؟ ښځې ورته وويل:

ښاغليه! زه دلته بغير له تا بل هېڅ نارينه نه وينم. پاچا چې لا ډېر حيران شوی و، بیا يې وپوښتل: ايا دغه ټول کسان چې دلته لګيا دي، نارينه نه دي؟

په داسې حال کې چې د ښځې لاسونو کې غټه تيږه وه، په ډېرې مېړانې ځواب ورکړ: 

نه ښاغليه! که دوی نران وای؛ نو ستا دغه ټول ظلمونه به يې نه ځغمل!!

له دې سره سم يې په لاس کې نيولې ډبره د پاچا په سینه ورګوزار کړه، پاچا په ځمکه پرېوت! زرګونه خلک چې د دې پېښې ليدونکي ول، د ښځې خبرو او عمل په احساساتو راوستل. ټولو کارګرو هم په هغو ظالمو کسانو بريدونه وکړل، چې په دوی به يې په زور کار کاوه. ټول يې ووژل او د ظالم پاچا په ګډون يې د هماغه تاريخي دېوال په منځ او بېخ کې ښخ کړل.

له دې ځايه ټول په ګډه سره د شاهي قصر په لور روان شول، د زنبورک شا ټول جابر او ظالم پوځ او اميران يې ووژل او د تل لپاره يې د هغه له ظلم او ستم څخه ځانونه خلاص کړل.

دغه روايت په ډېرو کتابونو کې د بېلابېلو راويانو پر مټ په مختلفو ډولونو روايت شوی دی. په يو روايت کې راغلي دي چې د دغې باشهامتې نجلۍ د واده پر ورځ د ظالم پاچا عسکر واده ته راغلل، غوښتل يې چې زوم د واده پر ورځ د کار ځای ته بوځي! خو دا ځل ناوې خپل خاوند يواځې پرېنښود. ناوې هم له خپل خاوند سره يو ځای د کار پر لور روان شول. د ناوې زړه چې ډېر درد کړی و؛ نو اصل پلان يې يې بل و. کله چې ناوې له ظالم او مستبد پاچا سره مخ شوه؛ نو له لنډو خبرو اترو وروسته يې د پاچا پر سینه د ډبرې کلک ګوزار وکړ، له اسپ نه راپرېوت، نورو کارکوونکو هم پر خپلو ظالمو مشرانو بريد وکړ، ټول یې ووژل او د همدغه تاريخي دېوال لاندې يې ښخ کړ، په دې توګه يې د ظالم پاچا له شره ځانونه وژغورل.

د هېواد نامتو څېړونکی پوهاند پروفیسور ډاکتر رسول رهین هم په خپله يوه څېړنيزه مقاله کې په دې اړه څېړنه کړې ده. نوموړی په دې هکله وايي: 

په دې اړه يو روايت داسې دی، د ښار ظالم پاچا امر وکړ تر څو د اسه ماهي، شېر دروازې او بالاحصار پر غرونو د ښار پر اوسېدونکو دېوال ورغوي. له هر کور نه به په نوبت او جبر سره يو يو کس د کار لپاره حاضرېدل، تر څو اوبه، خټه، تېږې او خښتې د غره تر لوړو ورسوي. که څوک به په خپل نوبت حاضر نه شول، د پاچا په امر به په دېوال کې ژوندي ښخېدل. د نوبت دغه لړۍ يوه ورځ د يوه عمر خوړلي سپین ږيري تر کوره راورسېده. سپین ږيری په وجود خوار او ضعيف و، هغه يوه پېغله لور لرله. عسکرو غوښتل چې ياد سپين ږيری په زور کار ته بوځي. پېغله له ډېرې ناچارۍ نه له عسکرو سره د کار پر لور روانه شوه. په ډېرو زحمتونو سره يې ځان د غره تر سره د نورو کارکوونکو تر څنګ ورساوه او د تيږو په ورکولو يې شروع وکړه. تصادفن په همدې ورځ ظالم پاچا هم د دېوال د ليدلو لپاره لومړی شېر دروازې او بیا د اسه ماهي (اسمايي) غره لوړې څوکې ته راغی. ټکنده غرمه وه، د لمر تېزو وړانګو تيږې ډېرې ګرمې کړې وې. لوږې او تندې هم په ټولو کارکوونکو لمنې غوړولې وې. پاچا د دېوال په امتداد روان و، جلۍ چې د ډېرې بېچاره ګۍ او ناتواني کاوه، په پای کې د ظالم او مستبد پاچا په اړه تصميم ونیوه، په لاس کې نيولې تېږه يې اوچته کړه، ظالم پاچا يې پر سر وواهه. د خلکو د صبر کاسې هم ډکې شوې وې او ظالم پاچا يې مړ کړ.

دغه پېغله (سومهي) نومېده، چې د سپوږمۍ په مانا ده. د سومهې پر مټ د ظالم او جابر پاچا د وژل کېدو کيسه د ښار ګوټ-ګوټ ته ورسېده. د ښار اوسېدونکو له هماغه تاريخ نه وروسته دغه غر د (اسه ماه) په نوم ياد کړ، چې وروسته بیا پر اسه مايي واوښت. دغه غر اوس هم پر همدې نوم ياديږي.

د تاريخ په اوږدو کې د دېوالونو دغه تاريخي لړۍ د کورنيو  جګړو او طبيعي پېښو په پايله کې څو ځله له منځه تللي دي او بیا د وخت حاکم له سره رغولي دي. داسې هم ويل کيږي، چې دغه دېوالونه تر اوسه پورې درې ځله رغېدلي دي. 

لومړی ځل په شپاړسمه (۱۶) پېړۍ کې بابر د دوهم ځل لپاره کلک ورغول. دويم ځل احمدشا بابا او د هغه زوی، تېمورشا په اتلسمه (۱۸) پېړۍ کې د درېیم ځل لپاره ښه ورغول او د درېیم ځل لپاره د افغانستان پولادي حاکم، اميرعبدالرحمان خان په نولسمه (۱۹) پېړۍ کې په اساسي ډول د څلورم ځل لپاره ورغول.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.