د هلمند پوهنتون د استاد دويمه اختراع په نړيواله کچه ومنل شوه

03 زمری 1396 بصيرالحق عادل

د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسی علمي د کانګريټو د يوې آلې تر اختراع وروسته د کانګريټو يو نوی مخلوط ډېزاين کړی دی.
د کانګريټو دا نوی مخلوط ډيزاين د کانګريټو نړيوال کنفرانس کې منل شوی دی چې د جرمني هېواد د درسدن ښار په تخنيکي پوهنتون کې جوړ شوی و.
د درسدن پوهنتون چې هر کال ورته له ټولې نړۍ څخه پروفيسوران د کانګريټو په برخه کې خپلې نوې څېړنې استوي تر کتنې وروسته غوره څېړنې قبلوي، کنفرانس پرې جوړوي او د يو کتاب په بڼه يې هم چاپوي.
په ياد کنفرانس کې چې ۲۰۱۷ زيږديز د سپټمبر مياشت کې جوړ شوی و، د هلمند پوهنتون د استاد پوهنيار محمد موسی علمي دويمه اختراع ومنل شوه او ثبت شوه.
د هلمند پوهنتون د استاد دا ډيزاين د فایبر لرونکو کانګریټو لپاره د یوه نوي میکس (مخلوط)  طرحه ده چی دا کانګريټ نسبت و نارمل کانګریتو ته د ضربتي او ډینامیکي قواو په مقابل ډیر زیات مقاومت لري.
له دې ډيزاين سره به يو ځل بیا د افغانستان او هلمند پوهنتون نوم د کانگریټو نړیوال كنفرانس او کتاب کي د نړیوالو پوهنتونو او  څيړونكو تر څنګ ولیکل شي.
د يادونې ده چې د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسي علمي دا مهال د ترکيې هېواد کې دکتورا کوي او دا يې دويمه اختراع ده چې په نړيوال کچه ومنل شوه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.