د ناسا الوتکې په ارکټیک کې حیرانوونکي عکسونه اخیستي

تاند- د ناسا الوتکې په ارکټیک سمندرګي کې دا عکس اخیستی خو ساینسپوهان وايي چې تراوسه پورې یې داسې څه نه و لیدلي او نه پوهېږي چې دا به د څه نښه وي.
د روان اپریل په ۱۴ مه د ناسا (Operation Ice Bridge) الوتکې د بیوفورډ سمندرګي له پاسه، چې د مکینزي سیند د دلتا د شمال لوېدیځ په ۵۰ کیلو مترۍ کې دی، دا عکسونه واخیستل.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، په دې عکسونو کې غیرمعمولي دایرې ښکاري چې ناسا یې علت نه شي څرګندولی.
د ناسا ساینسپوه جان سانتګ، چې دا عکسونه یې اخیستي، وايي«موږ دا شکلونه نن یوازې د څو شېبو لپاره ولیدل. ما تر دې پخوا داسې شکلونه نه دي لیدلي.»
پاسنی عکس ناسا خپور کړ. په دې سیمه کې کنګل دی.
د ناسا ساینسپوهان وايي، نه پوهېږي چې دا شکل به ولې رامنځته شوی وي. دوی وايي چې تر دې پخوا یې بل هیڅ ځای داسې شکل په اوبو کې نه دی لیدلی.
د دوی شک په دې خاطر هم زیات شوی چې دې سیمې ته انسانان نه ځي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.