ګوګل د دروغي خبرونو مخه نیسي

تاند- ګوګل په انترنیټ کې د دروغي خبرونو د مخنیوي لپاره په درو کلونو کې ۳ سوه ملیون ډالر لګوي.
ګوګل په وروستیو ورځو کې اعلان وکړ چې له دروغي خبرونو سره د مبارزې لپاره د ژورنالیزم د کیفیت په نوم د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت یو پلان لري.
د ګوګل د سوداګرۍ د چارو مشر فلیپ شیندلر (Philipp Schindler) وویل«ډېره ګرانه شوې چې په انلاین دنیا کې د کره او ناکره ترمنځ څوک توپیر وکړای شي. د تکنالوژۍ چټکه وده د خبري صنعت په ګډون ټولو برخو ته چلینج دی.»
ګوګل خپل پلان (ګوګل خبري نوښت) وباله، ویې ویل چې پر دې پلان به په درو کلونو کې ۳۰۰ ملیون ډالره ولګوي.
دې کمپنۍ په عین حال کې وویل چې خپلو خبري شریکانو ته یې۱۲ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره ورکړي او هره میاشت یې خپروونکو ویبپاڼو ته د ۱۰ ملیارده کلیکونو لار هواره کړې ده.
په وروستیو کلونو کې پر ډېرو کمپنیو د جعلي خبرونو د خپرېدو په خاطر انتقادونه زیات شوي دي.
دا ډول انتقادونه په ځانګړي ډول د امریکا د ولسمشرۍ له وروستیو انتخاباتو وروسته زیات شول.
ګوګل غواړي د ډی اینفو په نوم یو نوی لابراتوار جوړ کړي. دا لابراتوار به د کره او نا کره خبرونو تفکیک کولی شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.