ناسا وايي، په مشتري کې یې اوبه موندلي

ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، په مشتري کې یې اوبه موندلي دي.
د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي وايي، د مشتري په غټه سره داره (Jupiter’s Great Red Spot) کې یې د اوبو ورېځې موندلي او له دې داسې ښکاري چې په دې سیاره کې ژوند شته.
د مشتري دا غټه سره داره له ۱۸۳۰ م کال راهیسې پر له پسې څارل شوې او لا هم د ناسا او ګڼو نورو ساینسپوهانو لپاره مرموزه سیمه ښکاري، خو د اوبو د ورېځو کشف به په دې سیاره کې د سترو کشفونو لار هواره کړي.
د کلیمسن پوهنتون د ستورپېژندنې متخصص ماتې ادامکویچس (Mلté ءdلmkovics) وايي چې د مشتري اتومسفیر او هوا ښيي چې هلته ژوند و.
پخوا ناسا ویلي و چې د مشتري چاپېریال احتمالاً داسې دی چې ژوند پکې نه شي کېدای خو په یوه لویه سپوږمۍ کې یې ښايي ژوند وي.
د ناسا ساینسپوهانو له اشیل ټیلسکوپ څخه په استفادې په مشتري کې د اوبو څرک لګولی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.