په نوي درمل د بېرته ځوانېدو نوې هیلې

 له زړښت سره د مقابلې لپاره د یوه نوي درمل لومړنۍ نتیجې بې سارې ښکاري او هیله کېدای شي چې تر ۲۰۲۰ پورې به دا درمل استفادې ته بشپړ تیار شي او د انسان عمر به تر ۱۵۰ کلونو پورې اوږد کړي.
د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د هاروارډ پوهنتون د طب پوهنځي د جنیټک استاد پروفیسر ډیوید سینکلیر د څو نورو څېړونکو په مرسته په یوه نوې علمي طریقه د انسان د حُجرو د بیا جوړولو امکان برابر کړی دی.
د پروفیسر سینکلیر په وینا له دې طریقې او درملو څخه په استفادې د انسان د بدن غړي ترمیم او نوي کېدای شي او حتي د معلولانو معلولیت پرې له منځه تللی شي.
دی وايي چې پر دې نوې طریقه یې له دوو کلونو راهیسې ازمېښتونه پیل کړي دي.
څېړونکي وايي چې په لابراتواري څېړنو کې د B ویټامینو په ګولۍ یې د موږکانو عمر په سلو کې ۱۰ زیات کړای شوی دی.
د هاروارد او نیوساوت ویلز پوهنتون څېړونکي وايي، دا ګولۍ د عمر د زیاتېدو په وجه د وېښتو د تویدو او ګنجي کېدو درملنه هم کولی شي.
پروفیسز سینګلیر هیله لري چې په ۵ کلونو کې به دا ګولۍ د عمومي استفادې لپاره چمتو شي او بیه به یې د یوې پیالې کافي (قهوې) هومره وي.
څېړونکي اوس په دې کار کوي چې ایا دا درمل خو به جانبي عوارض یا زیانونه نه لري.
څېړونکي وايي چې د جانبي زیانونو په اړه د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته به دا درمل پر انسانانو وازمويي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.