د جاپاني زده کوونکو په منځ کې ځانوژنې ډېرې شوي

18 لړم 1397 له تاند څخه په مننې

 د جاپان د پوهنې وزارت وايي چې د دوی له شمېرنو سره سم په دې هیواد کې د کم عمره زده کوونکو د ځانوژنو شمېر په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.
د جاپان د پوهنې وزارت په وینا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ په تعلیمي کال کې نژدې ۲۵۰ زده کوونکو ځانونه وژلي چې د ورتېر تعلیمي کال په پرتله په سلو کې ۵ زیات و او له ۱۹۸۶ راوروسته تر ټولو زیات شمېر دی.
ویل کېږي چې د زده کوونکو ماشومانو کورنۍ ستونزې، د راتلونکې په اړه اندېښنې او په ښوونځیو کې بېرول هغه عوامل دي چې د دغو زده کوونکو په ځان وژنه کې یې مهم رول لرلی دی.
د ښوونځیو مسوولانو ویلي چې د ۲۵۰ تنو زده کوونکو په منځ کې، چې ځانونه یې وژلي، ۱۴۰ تنو تر انتحار مخکې کوم نوټ نه دی پرې ایښی چې دوی ته معلومه شي ولې یې ځانونه وژلي دي.
اکثره کسانو، چې ځانونه یې وژلي، د لېسې د دورې زده کوونکي دي.
په جاپان کې هم د افغانستان په شان د لېسې دوره په اتلس کلنۍ کې پای ته رسېږي.
په مجموع کې د تېرو کلونو په پرتله په جابان کې ځان وژنې کمې شوي خو د زده کوونکو ځانوژنې ډېرې شوي دي.
په ۲۰۱۷ م کال په جاپان کې ټولټال ۲۱ زره تنو ځانونه وژلي وو چې د ۲۰۰۳ م کال په پرتله ډېرې لږې دي. په ۲۰۰۳ م کال په جاپان کې ۳۴ زره تنو ځانونه وژلي وو.
د جاپان د پوهنې وزارت وايي چې د زده کوونکو په منځ کې ځانوژنو ته د لېوالتیا زیاتېدا د اندېښنې وړ ده او باید پرې غور وشي.
په افغانستان کې د انتحاري حملو په اړه ځینې متخصصان وايي چې بېوزلي، محرومیت او له ژونده بېزاري هغه عوامل دي چې افغان ځوانان انتحار ته هڅوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.