د یوټیوب له لارې یوه ماشوم ۲۲ ملیون ډالره ګټلي

16 ليندی 1397 له تاند څخه په مننې

 د فوربس مجلې د راپور له مخې، یوه ماشوم، چې رایان نومېږي، د یوټیوب د چاینل له لارې په ۴ کلونو کې ۲۲ ملیون ډالره ګټلي دي.
د ده په یوټیوب چاینل کې، چې له ۲۰۱۵ م کال څخه یې پیل کړی، په درسته نړۍ کې څه باندې ۱۷ ملیون تنو ګډون (سبسکرایب) کړی دی.
د ۷ کلن رایان ویدیوګانې په ملیاردونو ځله کتل شوي دي او مخکې تر دې چې څوک ویدیو کلیک کړي، اعلان ویني؛ همدا اعلان رایان ته په عاید بدلېږي.
له رایان سره په ویدیوګانو کې ځینې وخت د ده غبرګولې خویندې هم لیدل کېږي.
ویل کېږي، د لوبو هغه وسایل، چې رایان یې په خپل چاینل کې ښيي، ژر او زیات پلورل کېږي.
د سږ کال په اګست کې د امریکا تر ټولو لوی زنځیري پلورنځي وال مارت د (رایان نړۍ) په نوم د لوبو وسایل او کالي خرڅلاو ته وړاندې کړل.
د رایان یوه ویدیو نژدې ۲۶ ملیون ځلې کتل شوې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.