ډان ستور بېړۍ له کاره ولوېده

16 ليندی 1397 له تاند څخه په مننې

 له کیپلر ټیلسکوپ وروسته د ناسا دوهمه فضايي وسیله ډان ستوربېړۍ د تل لپاره له کاره ولوېده.
دې ستوربېړۍ ۱۱ کاله کار وکړ.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا په وروستیو کې د ناسا دوهمه فضايي وسیله وه چې له فعالیته ووته.
وروسته له دې چې کیپلر ټیلسکوپ مړ یا ګول شو، د کنټرول له مرکز سره د ډان ستوربېړۍ ارتباط پرې شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ناسا په وینا د ډان ستوربېړۍ سونګ په خلاصېدو ول.
د دې ستونزه سبب شوه چې ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره د دې وسیلې د فعالیت د درېدو اعلان وکړي.
ډان لومړنۍ ستوربېړۍ وه چې د مریخ او مشتري ترمنځ د یوې کوچنۍ سیارې په کمربند کې د یوه فضايي شي په مدار کې راڅرخېده.
ډان همداراز له دې نظره هم لومړنۍ ستوربېړۍ وه چې د مځکې له مداره دباندې تر دوو شیانو راوڅرخېده.
دا یوولس کلنه ستوربېړۍ د ویستا (Vesta) په نوم له سیاره ګۍ راچورلېده او پر دې سربېره د سریس (Ceres) په نوم د یوې کوچنۍ سیارې تر شاوخوا راګرځېده.
هم کیپلر ټیلسکوپ او هم ډان ستوربېړۍ تر خپل اټکل شوي وخت زیاته موده په فضا کې فعاله پاتې شول.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.