د کاغذ په شان پېچل کېدونکی تلویزیون

16 ليندی 1397 له تاند څخه په مننې

 ایل جي کمپنۍ داسې (او ایل اي ډي) تلویزیون جوړ کړ چې د کاغذ یا د بزازۍ د ټوکر په شان تاوېږي.
دا تلویزیون د CES ۲۰۱۸ د الیکترونیکي وسایلو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کېږي.
د سي اي ایس نندارتون ته لا څو میاشتې پاتې دي خو بېلابېلې کمپنۍ سر له اوسه خپل نوي محصولات چمتو کوي.
ایل جي کمپنۍ وايي چې د سږ کال سي ایس ایس نندارتون ته به داسې تلویزیون وړاندې کړي چې نندارچیان حیران کړي.
د دې کمپنۍ په وینا نوی جوړ کړی (او ایل اي ډي) تلویزیون یې پېچل کېږي یا کولوله کېږي.
د دې تلویزیون ګټه دا ده چې په اسانه به له یوه ځایه بل ځای ته وړل کېږي.
تېر کال د دې ډول تلویزیون لومړنۍ نمونه وښودل شوه او احتمال شته چې راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي.
ایل جي کمپنۍ پر دې سربېره غواړي چې یو قاتېدونکی موبال هم د ۲۰۱۸ په سي اي ایس نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.
او دا هم د نړۍ تر ټولو نری تلویزیون چې دا هم ایل جي جوړ کړی دی؛

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.