د الوتکو د کشف کولو لپاره د چین نوی رادار

16 ليندی 1397 چنار راډيو

 چین وايي داسې رادار یې جوړ کړی چې له څه باندې ۱۰۰ کیلومتره لېرې څخه پټې جنګي الوتکې کشف کولی شي.
د چاینا ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پیاوړې وسله د امریکا د (F-22 Raptor) او (F-35 Lightning) الوتکو څرک هم لګولی شي.
دا الوتکې داسې سیستمونه لري چې په خپلو مصنوعي ږغونو رادار یا د الوتکو موندونکي سیستمونه تېرباسي. پر دې سربېره دا الوتکې ځانګړی رنګ لري چې هغه هم رادار نه پرېږدي چې کشف یې کړي.
خو د چین له لوري په نوي جوړ شوي سیستم کې د دغه هیواد په وینا د الوتکو د موندلو لپاره له فوتون څخه کار اخیستل شوی. لومړی یو فوتون لېږل کېږي او بل فوتون په خپل ځای کې پاتې کېږي.
د چینايي څېړونکو په وینا په دې توګه د دوی کوانتومي سیستم د ږغونو په شورماشور کې الوتکه کشفولی شي.
کوانتومي رادار هغه شیان کشفولی شي چې د رادیويي څپو پر اساس کارکوونکي سیستمونه یې پېژندلی نه شي.
دا رادار د چین د نانجینګ د الیکترونیک ټکالوژۍ له شرکت سره اړوند په تحقیقاتي موسسه کې جوړ شوی دی.
چین وايي چې د دې رادار لومړنۍ نمونه یې په ۲۰۱۶ م کال کې جوړه کړې وه خو په تېرو دوو کلونو کې یې پرې نورې ازموینې وکړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.