په لندن کې اتومات ټکسیان فعالیږي

تاند-  د بریتانیا د ټکسي چلونې یوه کمپنۍ غواړي چې په لندن کې بې چلوونکي ټکسي سرویس پیل کړي.
د بریتانیا په کیمریج ښار کې د ټکسي چلونې یوه شرکت په لندن ښار کې د بې چلوونکي یا اتومات ټکسي د خدماتو د پیلولو لپاره د ۱۶ ملیونه او ۴ لکه ډالرو معادل پانګونه کړې ده.
دا په یوه اروپايي هیواد کې د  عامه ترانسپورت په برخه کې پر اتومات موټرو تر ټولو زیاته پانګونه ده.
دا شرکت به په لندن کې د بې چلوونکي ټکسي موټرو فعالیت له ۲۰۱۹ م کال څخه پیل کړي.
حاضردمه دا شرکت، چې (Five A1) نومېږي، پر یوې نوې ټکنالوژۍ کار کوي چې هرڅوک د یوې تڼۍ په کېکاږلو له اتومات موټره په خپله کار واخیستلی شي.
دا به داسې وي لکه اوس چې خلک د بانکونو له اتومات ماشینونو یا ایچ ټي ایم څخه د کارت په وسیله پیسې باسي.
دا کمپنۍ حاضردمه خپلو موټرو ته د لندن کوڅې او واټونه ورښيي.
(Five AI) کمپنۍ وايي چې اراده یې کړې چې خپل فعالیت په ۱۰ اتومات موټرو پیل کړي او وروسته به یې پراخ کړي.
د لندن ښاریان به د یوه اپ یا اپلیکېشن په وسیله ټکسي ورغوښتلی شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.