زرین خان د خلکو په مخ کې، په یوه ځوان د څپیړې وار وکړ

24 مرغومی 1397 ابوبکر عليزی

د بالیوډ ښکلي فلم ستورې زرین خان خپل مینوال د بد اخلاقۍ له امله د ټولو خلکو په وړاندې رټلی.

یوه خپره شوې ويډیو کې ښکاري چې زرین خان یو کس په څپېړه هم وهي او رټي یې هم.

ویل کېږي دغه ځوان هڅه کوله په یو ګڼه ګوڼه کې ځان تر زرین خان ورسره وي خو ځينې وایي د بد اخلاقۍ نیت یې درلود.

زرین خان په ۲۰۱۰ کال کې د (ویر) فلم څخه خپل فلمي ژوند پیل کړی او تر هغې وروسته یې په زیاتو فلمونو کې خپل بخت ازمایلی د دې تر څنګ نه یوازې په فلمونو کې بلکې په ماډلینګ کې یې کار کړی دی.

په فلم ډګر کې د هندۍ سېنما دغه ښکلې اداکاره زرین خان په بې پروا ستورې باندې مشهوره شوې ده او شاید همدا لامل وي چې نوموړې په اوس وخت کې په کوم غټ فلم کې د کار کولو موقع نه ده پیدا کړې.

څو ورځې وړاندې دغه اداکاره د هندوستان یوه ښار اورنګ ته د یو شمېر افتتاحیه مراسمو لپاره تللې وه چې په زیات شمېرل مینوال یې هم هلته موجود وه.

 

د مراسمو له ختمېدو وروسته په بېرته ستنېدو په وخت کې کله چې زرین خان خپل موټر ته ځان رسوي، نو د مینوالو په ګڼه ګوڼه کې ایساره پاتې کیږي، ویل کیږي چې یو ځوان د زرین خان د ازارولو هڅه کړې وه چې د نوموړې د سخت عکس العمل سره مخ شو.

زرین خان دغه کس د ټولو خلکو په وړاندې ښکنځلی او په څپېړه یې هم وهلی دی.

د پېښې په ځای کې شته کمېرو د زرین خان دغه حرکت ډېر ژر ریکارډ کړی وه او په تېزۍ سره په ټولنیزه مېډیا کې خپور شو.

زرین خان ویلي چې کله کله په داسې کیسو کې د لاسونو کارولو ته انسان اړ کېږي په خبره یې د یوې مېرمنې په حیث یې تل دا فکر کړی که چېرته يې څوک د جنسي ځورولو هڅه وکړي نو هر چاته به همدغسې سبق ورکړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.