فېسبوک‌ چلوونکي دې خبر وي

25 وږی 1396 چنار راډیو

د ټولنیزو رسنیو تر ټولو مخکښ وېب‌سایټ فېسبوک‌ پرېکړه کړې چې هره ورځ به لږ تر لږه يو ميليون هغه اکاونټونه وتړي چې نفرت پاروونکي مواد خپروي.

د فېسبوک ادارې د امنیت ساتنې مدیر ویلي، په دې ډله کې جعلي، نفرت پاروونکي، افراطي او نور هغه اکاونټونه تړي چې خلک ترې تنګ دي.

فېسبوک دا پرېکړه داسې مهال کوي چې اوس‌ یې د کاروونکیو شمېر تر دوه ميليارډه زیات شوی او تر ډېره پرې نیوکه کېږي چې د امنیت ساتنې په برخه کې پاتې راغلی او هغه موارد په‌کې خپرېږي چې کرکې ته لمن وهي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(2 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.