نن يوه عجيبه ډاکټره وپېژنئ

25 وږی 1396 چنار راډیو

زموږ ډاکټران خو چې فشار هم ګوري، دومره خراب نه وي، لکه څومره یې چې د هغوی خبرې او سپکې سپورې در خرابوي.
خو په چین کې بیا یوه ډاکټره د انسانیت بېلګه ګرځېدلې.

بايي شوفانګ د چین په کلتوري او تاریخي جامو کې روغتون ته ځي او هلته د ناروغانو د خوښي له‌پاره، ان ځان سینګاروي چې هغوی ورسره د خپل زړه خبرې شریکې کړي.

ډاکټره شوفانګ وايي، دا کار یوازې د خپلو ناروغانو د خوښۍ له‌پاره کوي او لوی هدف یې همدا دی چې د هغوی فکر بدل شي.
اوس دا داکټره په چین کې سمه مشهوره شوې، تر دې چې سیلفي اخیستل ورسره دود شوی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.