نن د يو سل او شلو ښځو مېړه وپېژنئ

01 تله 1396 Sharafat Mandozai

په چنار وېب کې به مو د بېلابېلو انسانانو په اړه لوستي وي او ورسره اشنا شوي به ياست، ځینې خو یې بېخې عجیبه وي، خو راځئ نن د یوه تایلینډي په اړه ولولئ چې ۵۸ کاله عمر لري، مګر د ښځو شمېر یې ۱۲۰ ته رسېدلی دی.
په زړه پورې خبره دا ده چې دې کس له کوم چا سره فرېب نه دی کړی، بلکې ټولې مېرمنې یې خبرې دي او په خوښۍ ورسره ژوند کوي.
دا سړی تامبون نومېږي او ۲۸۸ اولادونه هم لري.
تامبون وايي، لومړی واده یې په ۱۷ کلنۍ کې وکړ او بيا يې نو ودونو ته کش پسې ورکړ چې اوس يې کيسه تر يو سل او شلو رسولې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(9 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.