فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول!

01 تله 1396 عبدالسلام

فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول!
په فلش کي مهم مالومات لرئ او نه غواړئ چې د ورکېدو په صورت کې د بل چا لاس ته ورشي نو فلش ته مو شفر/ پاسورد ورکړئ،او ځان ډاډمن کړئ. ډېر ساده او اسانه دا کار(فلش ته شفر ورکول) کولای شو،لاندي لارښوونې یو په یو عملي کړئ څو فلش مو شفر لرونکی شي
۱-فلش مو له کمپیوټر سره وصل کړئ.
۲- د پیل (start) مینو کلیک کړئ او په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ او بیاbitlocker drive encryption کیلک کړئ.
۳-په وروسته مرحله کې د ټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړئ.
۴. خپل پاسورډ ولیکئ او پر next کلیک وکړئ.
۵-اوس تاسو ته دوه اپشنونه یا انتخابونه مخته راځي په لومړي اپشن recovery key سره کولای شئ پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړئ څو د هیريدو په وخت کې ورڅخه استفاده وکړئ او دوهم اپشن د همدې پاسورد فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي)
۷-بیا پر next کلیک وکړئ.
۸-خپل مخکینی پاسورد د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړئ.(ځیني کمپیوټرونو کې بیا پاسورد لیکل نه غواړي)
۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی شو،او هدف ته ورسیدلی (ځیني وخت کله چي فلش د data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.)
اوس د دې لپاره چې وګورئ چي ایا فلش مو شفر لرونکی شوی دی او که نه؟ د دې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش د بل کمپیوټر سره وصل کړئ او وګورئ چي فلش مو پاسورډ لرونکی شوی دی،اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پاسورډ کاروئ او د ورکېدو په صورت کي د بل کس د ننوتو څخه ډاډه اوسئ.
له فلش څخه د پاسورډ بیرته لیري کول:
۱-فلش له کمپیوټر سره وصل کړئ
۲-پر start مینو کلیک وکړئ،په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ،bitlocker کلیک کړئ او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړئ.
۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړئ او وروسته decrypt drive کلیک کړئ،تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پاسورډه خلاص او د مخکې په ډول شو.
یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یواځي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکي ډرایو،باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی شو.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.