که ستاسې بدن د معلوماتو د ذخیره کولو وسیله وای

04 تله 1396 سیف الله څرګند

سیف الله څرګند ||

ستاسې DNA او دماغ ستاسې په بدن کي د معلوماتو د ذخیره کولو دوه لومړنۍ وسیلې دي چې هر یو یې د معلوماتو د ذخیره کولو ځانګړې اندازه لري؛ خو د دواړو د ذخیره کولو له توان څخه که خبر شئ حیران به شئ.

یو ګرام DNA کولای شي چې ۲۱۵ پیټا بایټه معلومات ذخیره کړي چې له ۲،۱۵۰،۰۰۰ ملیون جې بې سره سمون خورې.

که په ساده ډول ووایو د DNA په مرسته کولای شو د ټولې نړۍ معلومات په یو خونه کي ذخیره کړو.

په منځني ډول د هر انسان حجرې ۲۵۰ ګرام DNA لري؛ نو ستاسې په بدن کي موجود DNA کولی شي ۵۳،۷۵۰،۰۰۰،۰۰۰ جې بې معلومات ذخیره کړي. بل طرف ته ستاسې دماغ چې نږدې ۱ پیټا بایټ معلومات ذخیره کولای شي چې له ۱،۰۰۰،۰۰۰ ملیون جې بې سره سمون خورې ذخیره کولای شې.

ستاسې دماغ د DNA په پرتله د معلومات د ذخیره کولو له مخي ډېر کوچنی ده نو همدا دلیل ده چې زاړه معلومات باید پاک تر څو نورو معلوماتو ته د ذخیره کېدو ځای پیدا سې؛ خو ستاسې DNA کولای شې د نورو معلوماتو د ذخیره کولو لپاره خپل د ذخیره کولو توان نور هم زیات کړي. ستاسې دماغ او DNA په ګډه سره کولای شي چې ۵۳،۷۵۱،۰۰۰،۰۰۰ جې بې معلومات ذخیره کړي.

اوس په نړۍ کي د معلومات د ذخیره کولو لوړ توان لرونکی کمپیوټر Sunway TaihLight ده چې د چینایي کمپنۍ تولید کړی؛ چې تر ۲۰ پیټا بایټه معلوماتو د ذخیره کولو توان لري چې ۲۰،۰۰۰،۰۰۰ جې بې سره سمون خورې؛ خو دا تنها(۰.۰۴٪) د هغو معلوماتو کېږي چې ستاسې بدن یې ذخیره کولای شي.

پورته معلوماتو ته په کتو سره ویلی شو چې ۲۵۰۰ Sunway Taihulight کمپیوترونه چې د ذخیره کولو تر ټولو لوړ توان لري ستاسې د بدن د ذخیره کولو له توان سره برابر دي.

یادونه:

دا معلومات د Futurism له ویب پاڼې څخه را ژباړل شوي دي.

1Petabyte = 1,000,000 Gigabytes
Petabyte= PB
Gigabyte=GB

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.