په سریلانکا کې یو تن د ۱ کیلو سروزرو په قاچاق ونیول شو

04 تله 1396 چنار راډیو

د سریلانکا ګُمرکي چارواکي وايي، یو تن یې نیولی چې یو کیلو سره زره یې په مقعد کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې له هیواده یې دباندې قاچاق یوسي.

د سریلانکا د ګمرک چارواکو نن /دوشنبه/ وویل چې د دغو سروزرو دقیق وزن ۹۴۰ ګرامه او ارزښت یې شاوخوا ۲۹۴۰۰ ډالره دی.

ویل شوي چې نیول شوي کس غوښتل چې دا سره زر په پټه هند ته یوسي، خو د کولمبو په نړیوال هوايي ډګر کې د ګمرک مامورینو پرې شک وکړ.

د قاچاق په دې هڅه کې د پام وړ موضوع دا ده چې دغه کس دومره ډېر سره زر د بدن په خاص ځای کې څرنګه پټ کړي وو.

په سریلانکا کې تر دې وړاندې هم څو ځلې د بدن په ورته ځای کې د قاچاق هڅې کشف شوي خو په تېرو ځلونو کې د کشف شویو سروزرو اندازه لږ وه.

په افغانستان کې په ځلونو د بدن له ورته برخې په انتحاري حملو او دغه راز د هیروینو په قاچاق کې د کار اخیستلو راپورونه ورکړای شوي دي.

له افغانستان څخه هم هند ته د سروزو د قاچاق راپورونه ورکړای شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.