د شمالي کوریا په اړه څلوېښت په زړه پورې او معلوماتي ټکي

04 تله 1396 چنار راډیو

په دې ورځو کې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه د نړۍ په کچه ناندریو او اندېښنو زور اخیستی. په ځانګړې توګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د زلمي ډیکټاټور کیم جونګ اون ترمنځ یو بل ته سخت خبرداری تبادله شوې دي.

د شمالي کوریا سره د لویدیځ د جګړې اوازې دومره تودې شوې چې په نړۍ کې یې د یوې بلې نړیوالې خو اتومي جګړې ویره رامنځ ته کړې ده.

په ګڼو لویدیځو رسنیو کې خپرونکي عامو خلکو ته د دریمې نړیوالې جګړې او یا اتومي جګړې د احتمال په اړه لیکنې خپروي. ان دا ورته خپروي چې که اتومي جکړه پېښه شي د خوندیتوب لپاره څه کولی شي.

خو شمالي کوریا داسې یو هیواد چې په اسانۍ ازاد تګ راتګ ورته نه شته او یا ډير کم دی، څه ډول یو هیواد دی؟

دلته موږ درته د نړۍ له بیلابیلو رسنیو د شمالي کوریا په اړه ځینې په زړه پورې ټکي راټول کړي. که مو خوښ شول نورو سره یې هم شریک کړئ.

1- شمالي کوریا د کوریا د ټاپوزمې په سلو کې پنځه پنځوس برخه نیولې او پراخوالی یې یو سلو شل زره کیلومتره مربع دی.

2- شمالي کوریا په ۱۹۴۸ م کال کې د دویمې نړیوالې جګړې څو کاله وروسته رامنځ ته شوې او رسمي نوم یې ” د کوریا د خلکو ډيموکراټیک جمهوریت دی“

3- کله چې جاپان د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې متحدینو ته تسلیم شو، د امریکا ولسمشر ټرومن او د پخواني شوروي رهبر سټالین پر دې سلا وکړه چې امریکا به د جنوبي کوریا او شوروي به د شمالي کوریا موقت وکالت کوي. دا موقت تدابیر په ۱۹۴۸ م کال کې هغه مهال همیشني شول چې شمالي کوریا د کمونیستي سیستم تر چتر لاندې ځان یو خپلواک هیواد اعلان کړ.

4- جنوبي کوریا که څه هم د شمالي کوریا نه په مساحت کې وړه ده خو د نفوسو شمیر یې د شمالي کوریا دوه برابره دی.

5- باور دی چې د کوریا ( Korea) نوم غربي سیلاني مارکوپولو له ځان سره اروپا ته وړی او معنی یې ”د لوړو غرونو او روانو سیندونو وطن دی.“

6- د دواړو کوریاګانو ترمنځ پوله په نړۍ کې یوه له هغو پولو او سرحدونو څخه ده چې تر بل هر ځای پراخ پوځي تدابیر وسلې او پوځي پرسونل په کې ځای پر ځای دی.

7- د شمالي کوریا بنسټ اېښودنکی کیم ایل سون په ۱۹۱۲ کال کې زیږیدلی و او په ۱۹۹۴ م کال کې ومړ. نوموړې تر اوسه هم ددې هیواد همیشنی او رسمي رهبر بلل کیږي.

 

8- سره ددې چې د شمالي او جنوبي کوریا ګانو خلک شریک پنځه زره کلن تاریخ او ګډ کلتور لري خو لس میلونه وګړي له ۱۹۴۸ کال راهېسې چې د کوریاګانو ترمنځ کرښه راښکل شوه له خپلو کورنیو جلا شوي او له ډیرو نژدې خپلوانو سره یې له نژدې نه دي لیدلي.

9- جاپان او روسیه لومړني هیوادونه وو چې په خپلو کې یې د کړکیچ د هواري لپاره په ۱۸۹۶ م کال کې د شمالي عرض البلد په ۳۸ درجې کرښه د کوریا د ټاپوزمې د ویش وړاندیز وکړ. خو وروسته په ۱۹۰۴ م کال کې د جاپان امپراتورۍ ټوله کوریا لاندې کړه.

10- د شمالي کوریا حکومت په دې هیواد کې د پوهنې او تعلیم پر ټولو اړخونو سخت کنټرول لري او په ددې هیواد په هغو وګړو چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ پورته دي په سلو کې نهه نوي باسواده او لوستي دي.

11- د شمالي کوریا یوه اداره یوازې په خپلو خلکو د تبلیغاتو لپاره کار کوي. دا اداره د خلکو ټول مخابرات څاري. حکومت په دې هیواد کې په بهرنیو تلویزوني او راډیويي خپرونو بندیز لګولی او هر څوک اړ دی چې یوازې د شمالي کوریا دولتي رسنۍ واوري او وګوري.

 

12- د کوریا اوسنی مشر کیم جانګ اون ۳۷ کلن دی د ۲۰۱۱ م کال په ډیسمبر میاست کې د خپل پلار کیم جانګ ایل له مړینې وروسته د شمالي کوریا رهبر شو.

13- د شمالي کوریا د دولت بنسټ ایښودونکي او ددې هیواد د اوسني رهبر نیکه کیم ایل سون د کمونیزم یوه خپله بڼه رامنځ ته کړې وه چې په کوریايي ژبه کې یې ورته جيش ( Juche) وایه او معنی یې ( پر ځان د بسیاینې ایډیالوژي ) وه. د کمونیزم په دې بڼه کې هغه د مارکس او لینن تیوري ګانې شریکې کړې وې. که څه هم جیش په لومړیو کې یو سیاسي ایډیالوژي وه خو اوس د نړۍ لسم مذهب په توګه شمیرل کیږي.

14- شمالي کوریا کې ځنګلونه په ډیره چټکۍ ویجاړیږي او له منځه ځي چې دا ددې هیواد یو جدي چاپیریالي ستونزه ګڼل کیږي. د ځنګلونو د له منځه تلل ددې سبب شول چې ددې هیواد د اوږده واټن ویشتونکي ځینې توغندي چې یو مهال په ونو کې پټ وو په ډاګه او رسوا شي.

 

15- په شمالي کوریا کې د عمر متوسطه اندازه د سړیو لپاره ۶۱ کلونه او د ښځو لپاره ۶۶ کلونه ګڼل کیږي.

16- په شمالي کوریا کې یوازې یو سیاسي ګوند شته د ( کوریا د کارګرو ګوند) د ګوند غړي اړ دي چې وخت په وخت پر ټټرونو د خپل پخوانیو او اوسنیو رهبرانو عکسونه ولګوي.

 

17- شمالي کوریا د نړۍ څلورم پیاوړی پوځ لري، چې یوازې لس میلونه پوځي پرسونل په کې دی. د شمالي کوریا له هرو پنځه ویشت تنو یو یې عسکر دی.

18- شمالي کوریا د پرلپسې اتومي ازموینو وروسته اوس د نړۍ اتومي ځواک ګڼل کیږي او په دې وروستیو کې توانیدلي چې د اتومي سرګولولو انتقالونکي د لرې واټن ویشتونکي توغندي جوړ کړي چې ګوزارونه یې له اسیا تر امریکا رسیدلی شي.


د شمالي کوریا وروستی هایدروجني بم تر ازموینې مخکې
19- په شمالي کوریا کې عسکري جبري ده او هر څوک باید له څلورو تر پنځو کلونو پورې عسکري خدمت وکړي.

20- د شمالي کوریا ښځې د انساني قاچاق تر ټولو ډیرې قربانیانې دي او چین ته قاچاق کیږي چیرې چې د کمو پيسو په بدل کې پر دهقانانو، عمرخوړلو او یا معلولو کسانو پلورل کیږي.

21- په شمالي کوریا کې ښځو د کاري ځواګ په سلو کې نهه څلوېښت برخه جوړه کړې ښځې پر عسکرۍ سربیره د ژوند په هر ډګر کې کار کوي. ښځو ته د ماشوم د زیږون پر مهال پنځه میاشتې بامعاشه رخصتي ورکول کیږي. او ګڼې ښځې په شمالي کوریا کې د حکومت پر بیلابیلو پوسټونه دندې ترسره کوي.

 

22- له شمالي کوریا بهر سفر د حکومت اجازه غواړي او دا اجازه هر چا ته نه ورکول کیږي. ددې هیواد ګڼ وګړي د سرحد له لارې چین یا روسي ته تښتي او یا هم د سمندر له لارې جاپان ته تښتي او یا هم پر ماینونو د پوښلې لارې جنوبي کوریا ته اوړي. که په چین یا روسیه کې ونیول شي بیرته خپل هیواد ته استول کیږي چېرې چې د اعدام یا عمري بند او شاقه کار له سزا سره مخ کیږي.

23- د شمالي کوریا حکومت خلکو ته وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي خو ویل کیږي چې دا مهال دا هېواد د نړیوالو بندیزونو له کبله د درملو او نورو طبي وسایلو له کمي سره مخ دی .

24- په شمالي کوریا کې جنتري یا کلیز ددې هیواد د بنسټ ايښودنکي کیم ایل سون د زوکړې له ورځې ۱۹۱۲ م کال د اپریل له ۱۵ نیټې پیلیږي. ۲۰۱۷ م کال د شمالي کوریا د جش کلیز یا جنتري پر بنسټ ۱۱۶ کال دی.

25- په شمالي کوریا کورنۍ په اوسطه توګه دوه ماشومان لري.

26- د شمالي او جنوبي کوریا ګانو تر منځ په ۱۹۵۳ کال د اوربند موافقه شوې خو په رسمي توګه دغلته د جګړې پای نه دی اعلان شوی او دواړه هیوادونه اوس هم رسما په جګړه کې دي.

27- شمالي کوریا د بشري حقونو، د رسنیو د ازادیو او د مدني ازادیو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو خراب ریکارډ لري.

28- شمالي کوریا د مځکې پر سر وروستي ستالیني هیواد دی.

29- د شمالي کوریا په لویو ښارونو کې ښځو ته اجازه نه شته چې پتلون واغوندي او یا بایسکل وچلوي. د ښځو لمنې باید د دوی تر زنګنونو ورسیږي.

30- په شمالي کوریا کې د هرو ۷۰۰ کسانو لپاره یو ډاکتر دی او د هر ۳۵۰ کسانو لپاره د روغتون یو بستر دی . د غلته په زرو هغو ماشومانو کې چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم دي ۵۱ مري.

31- له شمالي کوریا تښتیدلي کسان ددې هیواد د زندانونو په اړه وايي چې د بندیانو شکنجه، پر بندیانو په ځانګړې توګه ښځینه بندیانو جنسي تیري، په زور پر حامله دارو بندیانو د ماشوم ضایع کول، درانه کارونه او په طبي تجربو کې د بندیانو کارول عام دي.

32- شمالي کوریا د کوریا جګړې ته ” د پلرنې خاورې د خپلواکۍ “ جګړه وايي. جنوبي کوریا بیا دې جګړې ته د ۶-۲-۵ جګړه وايي، چې اشاره یې د جون په پنځمه نیټه ددې جګړې پیلیدو ته ده.

33- ویل کیږي چې په شمالي کوریا کې هیڅ فعال ترافیکي څراغ نه شته او په ښارونه کې د ترافیکو مامورین د موټر تګ راتګ تنظیموي. په دې هیواد کې په ندرت خلک شخصي موټر لري او یا یې کاروي.نو ګڼه ګوڼه هم په کې کمه ده.

 

34- په شمالي کوریا کې که یو تن د قانون خلاف ورزي وکړه، ټوله کورنۍ یې جبري کار او یا زندان ته استول کیږي.

35- دغلته په ۱۹۹۰ کلونو کې هر ښوونکی اړ وو چې اکارډیون غږول یې باید زده وي اوس په دې هیواد تر ټول زیات اکارډیون غږونکې اوسیږي.

36- د اوسني رهبر کیم جانګ اون د پلار کیم جانګ ایل مړی په شیشه کې ساتل شوی دی او د سیلانیانو په ګډون د خلکو نندارې ته اېښودل شوی .

37- د شمالي کوریا په مرکز پیونګ یانګ کې درې میلونه وګړي اوسیږي خو یوازې هغه کسان دې ښار کې د اوسیدو اجازه لري چې د حکومت د اعتماد وړ، صحتمند وي او یا پوځ کې لوړې دندې ولري.

38- په شمالي کوریا کې یوازې درې فیصده سړکونه پاخه دي او نیمايي وګړې یې په ډیر غربت کې ژوند کوي داسې چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې هم نه دي پوره.


د شمالي کوریا مشیر کیم جونګ اون او میرمن یې
39- لویدیځو رسنیو په شمالي کوریا کې د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې د شمالي کوریا حکومت ددې هیواد له سړیو غوښتي چې خپل ويښتان د ددې هیواد د رهبر کیم جانګ اون په څیر او له ښځو یې غوښتي چې خپل ويښتان د رهبر د ښځې په څیر جوړ کړي.

40- هغه کسان چې له شمالي کوریا تښتیدلي، پرې یوې څیړنې ښودلې چې د شمالي کوریا د هغو وګړو د قد لوړوالي چې د کوریا له جګړې وروسته زیږیدلي د جنوبي کوریا د خلکو په مقایسه دوه اینچه کم شوی دی.

یادونه: یاران پورته یاد شوي ټکي د شمالي کوریا په اړه په بیلابیلو معتبرو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ راټول شوي دي.

له یاران.کام څخه په مننې

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.