د فوربیس مجلې په ۲۰۱۶ م کال کې د سیاسي اغیز، سوداګرۍ، کلتوري اغیز، پانګې او ځینو نورو ځانګړتیاوو له مخې د نړۍ د سلو مخکښو او پیاوړ ښځو لیست څه موده دمخه خپور کړی دی.
په دې لیست کې سل هغه ښځې راټولې شوي دي چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې په نړۍ او ټولنه کې اغیز او نفوذ درلود او په نړۍ کې د بدلون سبب شوي دي.
دلته ددې سلو ښځو پنځه لومړنۍ هغه درپېژنو:
د جرمني لومړی وزیره او په اروپا کې مخکښه سیاستواله ده. په ساینس کې کې یې ماسټري کړې او په فزیکي کیمیا کې یې دکتورا اخیستې. واده شوې ده. له ۲۰۰۵ م کال راهېسې د جرمني صدراعظمه ده.
نوموړې ته د اروپا د لیبرال ځواک د وروستي مورچل په سترګه کتل کیږي. میرکل په ۲۰۱۶ م کال کې د اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو ټولپوښتنې، د روسیې له خوا ختیځې اروپا ته له پرلپسې ګواښونو او د سوریې او افغانستان څخه د ورغلو یو نیم میلون کډوالو ستونزو له جدي ننګونو سره مخ کړې وه.
څارونکي وايي، په داسې حال کې چې نوموړې په خپل هیواد او نړۍ کې د پاپولیستو( شهرت غوښتونکو) غورځنګونو له پرلپسې مخالفت او نیوکو سره مخ وه، میرکل د درې واړو ستونزو په وړاندې لکه د غره مقابله وکړه.
په ځانګړې توګه میلونونو کډوالو ته د جرمني د دروازو پرانیستلو هغه د نړۍ په پېښو کې تر ګڼو نورو سیاسي مشرانو موثره ثابته کړه.
فوربیس مجلې نوموړې په نړۍ کې د ښځو او سړیو له منځه دریمه پیاوړې او په ښځو کې لومړنۍ پیاوړې یاده کړې ده.
هیلري کلینټن
هیلري کلینټن
د امریکا مخکښه ډیموکراټه سیاستواله ده. نوموړې د بیل کلینټن په واکمنۍ کې لومړۍ میرمن وه، د نیویارک څخه لومړنۍ ښځینه سناتوره وه، د اوباما په واکمنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه.
خو په ۲۰۱۶ م کال کې د امریکا په تاریخي او شورماشور څخه په ډکو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ په وړاندې د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندیده وه چې ددې هیواد په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه څوک چې د ولسمشرۍ د څوکۍ تر مخکښې کاندیدۍ ورسیدله.
د ځینو په باور کې د هغې شخصي ایملونه هک شوي نه وی او روسیې د ډونالډټرمپ په پلوۍ ددې د ډیموکراټ ګوند د ملي کمیټې ایملونه نه وی رسوا کړي نو د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته یې د رسیدو امکان تر ډونالډ ټرمپ زیات و.
د فوربس د شمیرو له مخې هیلري کلینټن په نړۍ کې دویمه پیاوړې ښځه ده.
جینټ یلین
د امریکا د فیډرالي زیرمې ( د امریکا مرکزي بانک) ریسه ده. یلین په اقتصاد کې دکتورا اخیستې .
نوموړې د امریکا د مرکزي بانک په ۱۰۰ کلن تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې ددې بانک ریاست ته رسیږي. هغه د ولسمشر بارک اوباما له لورې دې څوکۍ ته نومانده شوه او د امریکا سنا په کمو رایو تایید کړه. خو د امریکا د مرکزي بانک د ریاست پر مهال بریالیو اقداماتو د ډیرو پام ورواړوه. هغې د کورنۍ ګټې اندازه زیاته کړه او د بې کارۍ پر ضد مبارزه کې یې له نوښت څخه ډکې موثرې پالیسۍ خپلې کړې.
د فوربیس د شمیرو له مخې نوموړې په ۲۰۱۶ م کال کې د نړۍ دریمه پیاوړې ښځه ګڼل شوې.
میلینډا ګیټز
میلینډا ګیټز
د میلیاردر بیل ګیټز میرمن ده. نوموړې په نړۍ کې د بشرپالنې د چارو یوه مخکښه فعاله ده.
هغې د کاروبار په مدیریت کې ماسټري کړې، او له خپل خاوند بیل ګیټس سره په ګډه د بیل او میلینډا د بنسټ مشري کوي. نوموړې په بشر دوستۍ او نړیوال پراختیا کې ډیر موثر اقدامات کړي. په ۲۰۱۵ م کال کې د بشري مرستو په موخه د خپل بنسټ له لارې پر نړیواله پراختیا، بې وزلۍ ختمولو د ځینو ناروغیو په درملنه په نړۍ کې څه کم څلور نیم میلیارده ډالر د خپل بنسټ له لارې په موثره توګه لګولي. هغه په ۲۰۱۶ م کال کې لسګونه میلیارده ډالر نوره پانګونه هم په بشري چارو کې وکړه .
د هغې دې چارې نور بسپنه ورکونکي او پانګوال هم هڅولې چې په نړۍ کې د بشري چارو په برخه کې پر ځینو نویو او موثرو پروژو لګښت وکړي.
د فوربس د شمیرو له مخې په ۲۰۱۶ م کال کې نوموړې د نړۍ څلورمه پیاوړې ښځه وه .
ماري باره
ماري باره
له شپږ دیرش کلونو راهیسې د امریکا د جنرل موټرز کمپنۍ سره کار کوي او ددې کمپنۍ اجرایوي ریسه ده.
نوموړې د سوداګرۍ په منجمینټ کې ماسټري اخیستي. ماري باره په پیاوړو ښځو او سړیو کې د فوربیس د شمیرو له مخې ۶۲ ځای لري او یوازې په ښځو کې ۵ ځای لري.
نوموړې له تیرو دوو کلونو راهیسې د جنرال موټرز د موټرو د کمپنۍ مشري کوي او ددې د مشرتابه پر مهال یې ددې کمپنۍ کورنۍ بازار پراخ کړی او پر دې سربیره یې په اروپا او چین کې هم ددې موټرو خرڅلاو زیات کړی دی.