اکشی کومار د لومړي ځل لپاره د هند پر یو ټلویزون سندرې وايي

د بالیوډ فلمي ستوری اکشي کومار یوازې فلمي اکټر نه دی بلکې هغه یو داسې هنرمند دی چې د هنر په بیلابیلو برخو کې یې خپل استعداد په بریالیتوب کارولی دی.

څلور کاله مخکې اکشي کومار په ( مجمهې تو..) رومانټیکې سندرې ویلو، د یو سندغاړې په توګه هم د ګڼو مینه والو زړونه وګټل. دا د ( شپیشل ۲۶) فلم لپاره سندره وه چې خلکو یې تود هرکلی وکړ.

دا سندره دلته لیدلی او اوریدلی شئ

https://youtu.be/eJfGY7q0dGU

اکشي کومار همدارنګه تر دې مخکې په ۲۰۰۸ م کال کې د ( سینګ ایز ګینګ) فلم لپاره یوه رپ سندره هم ثبت کړې وه. خو اوس ټاکل شوی ده چې د لومړي ځل لپاره د هندوستان په یو ټلویزون د یو سندرغاړې په توګه راڅرګند شي. د نوموړي دا سندره به د سیپټمبر په دیرشمه نیټه د هند د یو تلویزون په تفریحي خپرونه کې خپره شي.

بمبيي ټایمز مجلې د یو راپور له مخې اکشي کومار به ( د هندوستان د خندا لوی چیلینج) دې خپرونه کې د منځګړیو یا جوري هییت غړی هم وي. دې مجلې ویلي چې اکشي کومار لا دمخه دې خپرونې ته سندره ثبت کړې. دا لومړی ځل دی چې اکشي کومار د هندوستان یوې تلویزوني خپرونې ته سندره وايي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیټمبر په ۹ مه نیټه اکشي کومار خپله پنځوسمه کلیزه له خپلې کورنۍ سره په سویس کې ولمانځله. نوموړې په وروستیو څرګندونو کې ویلي، تیر اته کلونه یې پرلپسې په اکشن فلمونو تیر کړي اوس غواړي چې په ځینو نورو پروژو په ځانګړې توګه تلویزوني پروژو کې کار وکړي. نوموړې تر دې مخکې په ځينو تلویزوني خپرونو کې برخه اخیستي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.