دا فکر خو به له ټولو سره وي چې په اروپا کې ګرځېدونکي خلک ډېر بانزاکته، مخلص او په خبره پوه خلک دي، خو په دې خبر واست چې په لوکسو هوټلونو کې اوسېدونکي همدا خلک کله چې خپل اطاق پرېږدي، څه ګلان کري.
څېړنې ښيي چې په اروپا کې له لوکسو هوټلونو ډېر زیات پنځه شیان ورکېږي چې پهکې کمپله، هنري اثار، توشک، ټلوېزیون او پیانو شامل دي.
راپور زیاتوي، د اروپا هيڅ داسې لوکس او مجلل هوټل نهشته چې سهار پهکې د دې توکو د ورکېدو راپور ثبت نه شي او پلټنه یې پیل نه شي.
*له تاند څخه