په پاکستان کې هلک له هلک سره واده وکړ

د پاکستان د پنجاب ایالت په بوري ولا سیمه کې یو هلک چې طارق نومېږي، له داکتر دین محمد نومي هلک سره واده وکړ.
د سیمې خلک وايي کوم ملا چې د دغو هلکانو ترمنځ نکاح کړې هغه دې ونیول شي.
طارق وايي چې تر دې وړاندې یې له ۴ هلکانو سره نکاح کړې وه او د مهر حق یې ۲۵ سوه روپۍ ټاکل شوی وو.
طارق وايي چې د دې واده وروسته ډير گواښل شوى دى د سیمې خلک د ښار محکمې ته ورغلى و چې واده غير قانوني وگرځوي، خو ښاري محکمې او پولیسو د سیمې خلکو ته جواب ورکړی.
د طارق مدافع وکیل وايي چې واده په قانونی شکل شوی دی.
د سیمی خلک وايي په دې حیران دي چې په دې څلورو کالو کې محکمې ولې د دوی خلاف اقدام ونکړ.
په ۲۰۱۵ کال کې د پيښور یو ملک له یو نرښځی یا هیجړا سره واده کړی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(2 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.