يوه نجلۍ چې زړه د خېټې پر سر ګرځوي

08 تله 1396 شرافت مندوزی

زړه د انسان د بدن یوه تر ټولو مهمه عضله ده چې ځای يې د انسان د سينې کیڼ لور ته دی.
ښکاره ده چې زړه د بدن په داخلي برخه کې دی او په سترګو نه ښکاري، خو راځئ په چنار وېب کې د یوې داسې نجلۍ په اړه ولولئ چې زړه یې له سینې د باندې او د خېټې پر سر دی.
دا نجلۍ ۸ کلنه ویرسافیا بورن ده چې په روسیه کې اوسي.
د دې نجلۍ زړه په غوښن شکل چې د پوستکي رنګ لري، د سینې پر سر دی او له ورایه ښکاري، خو د تعجب وړ ده چې هيڅ ډول ستونزه نه لري او د نورو زړونو په څېر په عادي شکل وینه پمپ کوي.
د ویرسافیا مور وايي، لور یې ډېرو مشهور ډاکټرانو ته وړې، خو هغوی په دې نه توانېدلي چې زړه یې د بدن داخلي برخې ته یوسي.
هغې زیاته کړې، ډاکټرانو ورته ویلي چې په نړۍ کې د یو کروړ ماشومانو تر منځ ۵۵ یې په ورته شکل وي او زړونه یې د سینې له قفس څخه د باندې راوتلي، خو یوه ورځ به یو ډاکټر حتما د دې کار په کولو بریالی شي چې دا زړه بېرته د سینې داخل ته یوسي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.