تېره اوونۍ به مو اوریدلي وي چې یوه سړي نږدې ۱۲۰۰ ودونه کړي، خو له خپلو ټولو ښځو سره خوښ ژوند لري او تر هغه وړاندې مو درته خپاره کړل چې په اندونېزیا کې یوې ښځې له ۴۰ تنو سره په چل او فرېب واده کړی و، خو اوس راځئ له خپل نږدې ګاونډي خبر شئ.
د پاکستان د سرګودهې په جوهر کالوني سیمه کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ چې ثنا نومېږي، په ۵ میاشتو کې له ۷ ځوانانو سره واده کړی، خو واده داسې نه دی چې هر یوه سره اوسي، بلکې د هر ځوان له چور کولو وروسته ترې تښتېدلې.
اوس پاکستاني پولیس وايي، دا نجلۍ یې نیولې او په دې چل او فرېب کې یې ورسره ټوله کورنۍ، مور، پلار ورور او خور شامل دي چې په ګډه به یې یو هلک په نښه او وروسته لوټ کړ.