یوه اسټرالیایي د ۱۹ کلونو زندان تېرولو تاوان واخېست.

24 تله 1398 چنار راډيو

یوه اسټرالیايي سړي له حکومت څخه څلور میلیونه او اته سوه زره د هغه څه تاوان واخېست چې دی یې د یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي د وژنې په تور ۱۹ کاله زنداني کړی و، په داسې حال کې چې نوموړي نه و وژلی.
ډیډوېډ ایسټمن په ۱۹۹۵ میلادي کال کې وروسته له هغې په عمري زندان محکوم شو کله چې دی د استرالیايي چارواکي کالین وینچستر پر وژلو تورن شو.
وروسته بیا محکمې وپتېله چې د ده په اړه شوې پرېکړه عادلانه نه وه چې بیا ښاغلی ایستمن له زندانه ازاد شو؛ خو د ښاغلي وینچسټر د قتل راز لا هم حل نه دی.
د دې قتل پېښه پیچلې شوې او د اسټرالیا په لویو جنايي څېړنو کې شمېرل کېږي.
۷۴ کلن ایسټمن له دې مخکې د اسټرالیا د سیمه ییز حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې ده ته یې درې میلیونه او ۸۰۰ زره اسټرالیايي ډالر ورکول.
له دې مخکې ښاغلي ایسټمن د اسټرالیا په عالي محکمه کې ویلي و چې د دې غېرعادلانه پرېکړې له امله دی له کوره لېرې پاتې شوی په دې تېر شوي وخت کې د نوموړي مور، خور او ورور یې هم مړه شوي دي.
د نوموړي وکیل د دوشنبې په ورځ د اسټرالیا د عالي محکمې د ودانۍ ترمخ وویل:"هغه د ژوند مهمه برخه له لاسه ورکړې."
د ازادۍ لپاره اوږده لاره
د اسټرالیا په پلازمینه کانبیرا کې د خپل کور ترمخ ښاغلی ونچسټر په دوه مرمیو ولګېد او ووژل شو. هغه د اسټرالیا لوړ پوړی افسر و چې پرې برید وشو.
ښاغلی ایسټمن یو دولتي کارکوونکی و او ځکه یې تورن وپېژاند چې مخکې هم ده ته ګواښ شوی و.
ښاغلي ایسټمین د خپل ۱۹ کلن زندان په جریان کې څو ځله د پرانېستو غوښتنه وکړه چې نوموړي په ۱۹۹۹، ۲۰۰۰، ۲۰۰۱، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې کړې وې، رد شوې.
خو د نوموړي د پرانېستو هڅې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې رنګ راوړ او یوه عادل پلاوي اعلان وکړ چې محکمې د هغه اسنادو پر بنسټ حکم وکړ چې د پولیسو له لوري ورته استول شوي و چې "نوموړی په دې دومره وخت له بې عدالتۍ سره مخ و".
تېر میلادي دوېمه محکمه د سلو شاهدانو پر وړاندې اجرا شوه او ښاغلی ایسټمن بې ګناه وپیژندل شو او لږ وروسته یې د تاوان غوښتنه وکړه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.