هند کې نوې زېږېدلې ماشومه په قبر کې ژوندۍ موندل شوې

24 تله 1398 چنار راډيو

.هندي چارواکي وایي، د دې هېواد په شمال کې یوه نوې زوکړې ماشومه نجلۍ چې ژوندۍ ښخه شوې وه په لږ کیندل شوي قبر کې موندلې شوې. د پولیسو سیمه ییز مشر ابې نندن سنګ خبریالانو ته وویل چې ماشومه هغه کلیوال موندلې چې له زوکړې لږ وروسته مړه شوې خپله لور یې خښوله.
ماشومه نجلۍ چې نژدې د ۹۰ سانتي مترو په ژوروالي کوتي کې اېښودل شوې وه، له موندل کېدو سره ژر روغتون ته ورسوله شوه چې اوس په ښه کېدو ده.
ځایي پولیسو د پېښې په تړاو څېړنه پیل کړې ده. د دوی یو مشر ښاغلي سنګ وویل "موږ هڅه کوو د ماشومې مور او پلار پیدا کړو او شک لرو چې دا کار به د دوی په خوښه شوی وي."
د پولیسو د مشر په وینا کلیوال دغه نجلۍ د تصادف له مخې هغه مهال موندلې ده چې د خپلې لور لپاره یې قبر کینده.پولیسو مشر دا پېښه 'غیر انساني' وبلله.
ښاغلی سنګ زیاتوي "کله چې کلیوالو د نژدې یو متر په ژوروالي قبر کینده، یوم پر یوې کندې لګېدلی چې له راسپړلو سره ګوري چې یوه ماشومه نجلۍ پکې ده."
د جنسي توپیر له پلوه هند په نړۍ کې یو له تر ټولو بد هېواد دی. د ښځو پر وړاندې ټولنیز توپیري چلند کېږي او نجونو ته د اقتصادي بوج په سترګه کتل کېږي، په تېره بیا په بې وزله ټولنو کې.
کمپاین کوونکي وايي په دودیز ډول هلک ته لومړیتوب ورکول په دې معنا ده چې میلیونو ښځینه ماشومانې د مور په نس کې او په ماشومتوب ضایع کېږي.
که څه هم د مور په نس د نجونو ډېر جنینونه د جنسیت معلومولو په ناقانونه کلینیکونو کې ضایع کېږي، له زوکړې وروسته د ماشومو نجونو وژل هم کوم غیر معمول کار نه دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.