هغه ښارونه چې ډوبېږي

24 تله 1398 له تاند څخه په مننې

د اندونیزیا چارواکي وايي، د خپل هیواد پلازمېنه بل ځای ته لېږدوي.
دوی وايي چې اوسنۍ پلازمېنه جاکارتا، چې په جاوا سمندرګي کې موقعیت لري، مخ په ډوبېدو ده.
متخصصان وايي چې په وروستیو لسو کلونو کې د جاکارتا شمالي برخې دوه نیم متره اوبو لاندې کړي او هر کال په متوسط ډول د دې ښار په شاوخوا کې له یو تر ۱۵ سانتي متره پورې اوبه لوړېږي.
د اندونیزیا پلازمېنه په داسې ځای کې ده چې ۱۳ سیندونه سره یوځای کېږي او نیمايي جاکارتا د سمندر د اوبو تر سطحې لاندې ده.
متخصصان وايي، ښايي جاکارتا تر ۲۰۵۰ پورې بیخي تر اوبو لاندې شي.
د مځکې د تودېدو او په نتیجه کې یې د کنګلونو د ویلي کېدو له کبله د واشنګټن، پیکینګ او د نایجریا د لاګوس ښار په ګډون یو شمېر نور ښارونه هم د ډوبېدو له خطر سره مخامخ دي.
لاګوس ته، چې د افریقا تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی، له اقلیمي نظره تر بل هر ښار د سیندونو د مستېدو او سېلونو ګواښ ډېر پېښ دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.