اول ځل ۲ مېرمنې له نارینه پرته تشیال کې وګرځېدې

29 تله 1398 چنار راډيو

اول ځل ۲ مېرمنې له نارینه پرته تشیال کې وګرځېدې

  • 19 اکتوبر 2019 - 27 تله 1398
جیسکا
جیسکا میر( کیڼ لور ته) او کرسټینا کوچ په مرکز کې.

دوو ستورمزلو(مېرمنو) په تاریخي ګام سره اول ځل له نارینه وو پرته او یوازې تشیال یا فضا کې تګ وکړ.

کریسټینا کوچ او جسیکا میر له نړیوال تشیالي مرکز وتلو سره اوه ګړۍ بهر وګرځېدې او د دې ستوربېړۍ د لیتیم- یون بېټرۍ یې بدلې کړې.

ناسا وايي، مېرمن کوچ له دې مخکې هم فضا کې مزل کړی، خو دا د مېرمن میر لپاره اول ځل و چې ورته کار یې کاوه او نوموړې ۱۵ مېرمن ده چې فضا کې تګ کوي.

ولسمشر ټرمپ ویډو فون سره دوی ته د دې کار مبارکي ور کړې ده.

"تاسو زړورې او اتلې ښځې یاست".

د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ډیموکراټه نومانده کماله هاریس خپل ټوېټر کې لیکي:

"دا تشیالي ګرځېدل له تاریخ ډېر دي".

مېرمن کوچ چې برېښنايي انجینره ده او مېرمن میر چې سمندري بیالوجي کې دوکتورا لري، د جمعې په ورځ د ناسا جامو کې له خپل مرکز ووتلې او تر ټاکلي ځای تللو سره یې بې چارجه شوې بېټرۍ بدلې کړې.

له ۱۹۶۵ کال راهیسې تشیال کې په پښو تګ یا ګرځېدل پیل شوي او تراوسه له دوو سوو ډېرو کسانو دا کار کړی دی، چې د کریسټینا کوچ په ګډون پکې ۱۴ مېرمنې وې، خو تل نارینه وو د دې ښځو ملتیا کړې ده.

خو اوس کریسټینا کوچ او جسیکا میر له نارینه وو پرته اول ځل دا کار وکړ.

ټاکلې وه مارچ میاشت کې له سړیو پرته ښځې تشیالي تګ وکړي، خو ناسا ځکه دا پلان وځنډاوه چې د دغو دوو ستورمزلو لپاره یې مناسب لباس نه درلود.

 

پېغله
لومړنی انسان هم روسی الیکسي لینوف دی چې اول ځل یې تشیال کې لاس پښې ووهل.

د روسیې وګړې سویتلانا سویتسکیا لومړنۍ مېرمن وه چې د ۱۹۸۴ کال د جولای پر ۲۵ له روسۍ ستوربېړۍ ووتله او ۳۵ دقیقې یې تشیال کې مزل وکړ.

لومړنی انسان هم روسی الیکسي لینوف دی چې اول ځل یې تشیال کې لاس پښې ووهل.

نوموړی د دې میاشتې لومړنیو کې په ۸۵ کلنۍ کې مړ شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.