هند کې د پیسو لپاره د ماشوم زېږولو کاروبار

30 تله 1398 چنار راډيو

په هند کې د پیسو په بدل کې د بل چا د ماشوم د میندوارۍ او زېږونې کاروبار په دې وروستیو کې د نویو بندیزونو له لګېدو وروسته لا نور کم شوی دی.
حکومت اوس غواړي، چې په دغه قانون کې د نورو بدلونو په راوستو په دې برخه کې محدودیتونه لا ډېر کړي.
۲۳ کلنه جوتي د هند په پلازمېنه ډیلي کې اوسیږي او ۷ میاشتنېنۍ مېندواره ده، خو په دې پوهیږي چې ماشوم ددې نه دی. نوموړې یوه کرایي مور ده او هوکړه یې کړې چې د نژدې ۷ زره ډالرو په بدل کې د بل کس ماشوم وزېږوي.
"۱۷ کلنه وم چې واده شوم، مېړه مې د خپلې دندې په اړه راته دروغ ویلي و، وزګار و او تل به یې وهلم. هغه مې پرېښود او له خپلو دوو ماشومانو سره دلته راغلم. پرېکړه مې وکړه چې د پیسو په بدل کې به د خلکو ماشومان زېږوم."
راج کماري یوه بله مېرمن ده چې په دې وروستیو کې یې د پیسو په بدل کې یوه ماشومه نجلۍ زېږولې.
د خپلو معایناتو لپاره دغه استوګنځي ته راځي او له دې لارې ترلاسه کړې پیسې د خپلو درېیو ماشومانو د پالنې لپاره کاروي. "نور به مې څه کړي واي، ایا د پیسو لپاره خپل پښتورګي وپلورم؟ د ښځو لپاره دلته کافي دندې نه شته او بل ځای کار کول اسان هم نه دي."
د پیسو ترلاسه کولو لپاره راج کماري بیا هم غواړي چې د نورو ماشومان وزېږوي، خو په راتلونکې کې به دا کار دومره اسان نه وي.
ځکه حکومت په دې باور دی چې د پيسو په بدل کې د ماشوم زېږول ناوړه کار دی او غواړي پر دې کار بندیز ولګوي.
حکومت د داسې قوانینو غوښتنه کوي چې په ډېرو سختو حالاتو کې یوازې ډېر نژدې خپل خپلوان وکړای شي د بل چا ماشوم وزېږوي. دې چارې هغه کسان وار خطا کړي چې غواړي ماشومان ولري.
ددې برخې یو کاروباري وايي: "پخوا به په میاشت کې دوه یا درې داسې کسان وو چې د کرايي مور غوښتنه به یې کوله، اوس دغه شمېر ان ۴۰۰ سلنه لوړ شوی دی. په حقیقت کې دومره کرايي میندې هم نه لرو چې دغو کسانو سره مرسته وکړي."
دی وايي که چېرې دا قانون تصویب شي، ښايي ډېر کسان ددې کاروبار تور بازار ته مخه کړي.
په دې تړاو نوی قانون لا وختي د هند د ولسي جرګې لخوا تصویب شوی او په راتلونکو څو میاشتو کې به د مشرانو جرګې لخوا هم تصویب شي او ورسره به د ډېرو کرايي میندو برخلیک هم وټاکل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.