فېسبوک مو د پاسورډ هېرېدو غم خوري

12 تله 1396 شرافت مندوزی

نړۍ ننداره خپرونه

فېسبوک به ژر د پاسورډ په ځای له تاسو وغواړي چې د خپل مخ عکس واخلئ یا خپل مخ سکن کړئ او د پاسورډ لیکلو په ځای د مخ په ښکارولو خپله فېسبوکپاڼه پرانیزئ.

د بریتانیا مېل ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې فېسبوک د څېرې د پېژندلو د سیستم ازمېښت پیل کړی دی.

دا سیستم به د هغو کسانو فېسبوکپاڼې هم پرانیزي چې پاسورډونه یې هېر کړي او اوس خپلې پاڼې ته داخلېدای نه شي.

فېسبوک به ستاسو د مخ عکس سکن کړي او ستاسو په اکاونټ کې له موجودو عکسونو او ویدیوګانو سره به یې پرتله کړي، هاله به خپل اکاونټ ته داخل شئ.

د څېرې تشخیص به د پاسورډ بدلولو لپاره د ایمیل، او متن یوه متبادله لار وي.

د دې سیستم د اجرا کېدو په صورت کې باید هر څوک خپل اکاونټ ته د ننوتو لپاره موبایل ټېلفون مخ نه ونیسي څو پاڼه ورته پرانیستل شي.

تر دې وړاندې اپل کمپنۍ په خپل لسم یا ایکس ایفون کې دا نوښت کړی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.