د غاښو پر کريمو د دې رنګه خطونو په راز خبر ياست؟

12 تله 1396 شرافت مندوزی

تاسې به هم هره ورځ غاښونه يو ځل د غاښو په کريمو او برش مينځئ، د غاښو د کريمو د ټيوبونو په بېخ کې به مو يو قسم پنډ، رنګه خطونه هم ليدلي وي، خو بابېزه به مو بللي وي.

عموما د غاښو د کريمو پر ټيوبونو څلور رنګه خطونه راځي، تور، سور، شين او زرغون خط.

که د غاښو د کريمو پر ټيوب تور خط جوړ و، مانا يې د خطر ده. يانې په دې کريمو کې زيات کېماوي مواد کارول شوي دي.
که خط سور و، مانا يې دا ده چې تر تور کم کېمياوي مواد په‌کې کارول شوي او يوه اندازه طبيعي مواد هم په‌کې کارول شوي دي.

که د دغه خط رنګ شين و، مانا يې دا ده چې په دې کريمو کې په طبيعي موادو سربېره، داسې مواد هم کارول شوي دي چې د غاښو له‌پاره د درملو په څېر ګټه رسوي.
او که د خط رنګ زرغون و، مانا يې دا ده چې په پشپړه توګه طبيعي مواد په‌کې کارول شوي دي.
تر دې وروسته چې د غاښو کريم اخلئ، خامخا يې لومړی د خط رنګ ته ګورئ، بيا يې پېرئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.